1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنيتا: ستراتيژيک سند زموږ اوږدمهاله شتون ښيي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۵, سه‌شنبه

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر د دوشنبې په ورځ وویل چي د افغانستان او امریکا ترمنځ نوی ستراتیژیک تړون په افغانستان کي د امریکا د اوږد مهاله حضور پر لور یو گام دﺉ.

https://p.dw.com/p/14jxG
انځور: dapd

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیتا، زیاته کړه چي په افغانستان کي د امریکا او ناټو د پوځي حضور پر شرایطو باندي نور هم بايد کار وشي. د هغه په خبره تر اوسه لا پر دې خبري کار روان دئ چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کي څومره امریکایي سرتیري پاته وي.

پنیتا وویل چي د یکشنبې د ورځي موافقه د افغانستان او امریکا په اوږد مهاله همکاریو کي پرمختگ ښکاره کوي. د هغه په خبره دا سند ښیي چې امریکا به په افغانستان کي د اوږدې مودې له پاره حضور ولري او له افغانستان سره به مرسته وکړي، چي د خپلو ستونزو د له منځه وړلو توان پخپله پيدا کړي.

د هغه پوښتني په جواب کي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به څومره امريکايي عسکر په افغانستان کي پاته سي، پنيتا وويل چي دا خبره لا تراوسه پوري نه ده معلومه او دا موضوع به له ناټو او افغانانو سره تر بحث وروسته څرگنده سي.

پنیتا زیاته کړه چي په افغانستان کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د پاته کیدونکو پوځیانو د شمیر په اړه به په شیکاگو کي د ناټو تر غونډي وروسته خبري وشي.

په پلان کي ده چي د اوباما په مشرۍ د افغانستان په اړه به د روان کال د می په مياشت کي د امريکا په شيکاگو کي یوه غونډه جوړه سي.

افغان او امریکایي چارواکو د یکشنبې په ورځ د امریکا او افغانستان تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند پر لومړۍ بڼي کار پای ته ورساوه. دغه سند به تر دې وروسته افغان او امریکایي ولسمشران، د افغانستان پارلمان او د امریکا سنا تر نظر تیر کړي.

په واشنگټن کي د پنتاگون یوه ویاند ویلي دي، چي د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکاریو دغه سند د «نیت» ښودلو یوه بیانیه ده، نه «یو دوه اړخیز امنیتي تړون».

چارواکو ویلي دي چي په اوسني سند کي د هغو پوځي تجهیزاتو په اړه چي متحده ایالات به ئې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي ولري معلومات نه دي ورکړل شوي. د هغوی په خبره دغه معلومات به په راتلونکو سندونو کي ذکر شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل