1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنيتا او کرزي د بندو دروازو تر شا خبري کړي

۱۳۹۰ تیر ۱۹, یکشنبه

د امریکې د دفاع وزارت نوي مشر لیون پنیتا تیره شپه ناوخته په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره وکتل. لیون پنیتا پرون مازدیګر په یوه ناڅاپي سفر کابل ته ورغلی.

https://p.dw.com/p/11sQQ
لیون پنیتا
لیون پنیتاانځور: AP

دا د امریکا د دفاع وزیر په توګه د پنیتا له ټاکل کیدو وروسته کابل ته د هغه لومړی سفر دی. نوموړي له کابل دمخه د دغه ښار شمال پلوه پراته پوځي هوایې ډګر بګرام کې له خپلو جنرالانو سره وکتل.

وروسته یې یوې خبري غونډي ته وینا وکړه او د کابل له حکومت سره یې په خپلو اوږد مهالو مرستو ټینګار وکړ.

نوموړي وویل چې د القاعدې ډله ځپل سوي او اوس یې یوازي د لسو او شلو تر منځ کلیدی مشران په پاکستان او یمن کې پاتي دي چې د هغو په له مینځه وړلو سره به دغه شبکه فلجه سي.

د امریکې دفاع وزیر تیره ورځ ناوخته له بګرامه کابل ته راغی او هوایې ډګر ته غزیدلی واټ هم د تګ را تګ پر مخ تړلی وو.

افغانستان ته د پنیتا سفر پر داسي مهال تر سره سو چې تیره ورځ په شمالي پنجشنیر ولایت کې یوه افغان ساتونکې د ناټو دوه امریکایې عسکر په ډزو ووژل .


د ولسمشر کرزي له ماڼۍ څخه یو خپور سوی بیان چې یوه کاپې یې همدا نن سهار دویچې ویلي ته را استول سوي کاږي چې د امریکې دفاع وزیر له ولسمشر کرزي سره په ارګ کې د بندو دروازو تر شا خبري کړي دي.

په وینا پاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د افغان ځواکونو په تجهیز، د امنیت د لیږد په برنامې او همدا راز د کابل او واشنګټن ترمنځ په ستراتیژیکو اړیکو مفصلي خبري کړي دي.

د افغانستان او امریکې تر منځ له څو میاشتو راهیسې د ستراتیژیک قرارداد پر سر خبري رواني دي خو تر اوسه دغه تړون ندی نهایی سوی .

افغان دولت وایې چې د امریکا دفاع وزیر به دکابل د حالات څخه تر جاج اخیستنی وروسته په قوي احتمال کندهار ته سفر وکړي چېرته چې تیره ورځ ترینه کاناډايي ځواکونه په بشپړه توګه ووتل.

دمګړۍ د کندهار امنیت د ناټو امریکايي سرتیرو ته سپارل سوی دی.

په کابل کې د امریکې سفارت هم ویلي چې نن ورځ به د امریکا دفاع وزیر له خپل افغان سیال، د افغان پوځ له لوی درستیز جنرال شیرمحمد کریمي او په قوي احتمال په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرار دیوید پترویس سره وګوري.

د جنرال پترویس د ماموریت موده هم په راتلونکو څو ورځو کې پای ته رسیدونکي ده.

کابل ته د امریکې د دفاع وزیر سفر پر داسي مهال صورت مومي چې له افغانستان څخه د امریکایې سرتیرو د وتلو برنامه پیل سوي ده.

امریکایی مشران غواړي افغانستان ته په خپلو دغو سفرونو سره د کابل له حکومت سره خپله نږدې همکاري او له هغه څخه ملاتړ څرګند کړي.

خو برعکس د زور پالو بغاوتونه زور اخلي.

په تیره یوه میاشت کې طالبان د افغانستان په څو ولایتونو کې پر حکومتي تاسیساتو بریدونه وکړل چې وروستی هغه یې د نورستان په کامدیش او دوه ابه ولسوالۍ د هغوي ډلیز بریدونه دي چې په ترځ کې یې په لسګونو افغان پولیس سرتیري وژل سوي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: احمدولي اڅکزی