1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې دې لس زره سرتیري پاتې شي»

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ بهمن ۳, پنجشنبه

امریکايي پوځي مشرانو وړاندیز کړی چې د روان کال په دسمبر میاشت کې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د ماموریت له ختمیدو سره دې یا په دې هیواد کې ۱۰۰۰۰ امریکایي سرتیري پاتې شي او یا خو دې ټول سرتیري دغه هیواد پریږدي.

https://p.dw.com/p/1Avu9
انځور: Javed Tanveer/AFP/Getty Images

یوه امریکايي چارواکي ویلي دي چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د ناټو د ځواکونو مشر جنرال جوزف دانفورد، تیره اوونۍ دغه وړاندیز سپینې ماڼۍ ته کړی دی. نوموړي چارواکي زیاته کړې ده چې اوس سپینه ماڼۍ د دغه وړاندیز د څیړلو په حال کې ده.

دغه امریکایي چارواکي په افغانستان کې د ۱۰۰۰۰ امریکایي سرتیرو د ساتلو وړاندیز ته په اشاره کولو سره ویلي دي: «دا خبره ډیره منصفانه ده چې سړی ووایي چې امریکايي استخباراتي ټولنه، د بهرنیو چارو وزارت او پنتاګون ټول په دې باور دي چې د دې له پاره چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کیدو چانس ولرو باید همدومره امریکايي سرتیري په دې هیواد کې پاتې شي.»

دغه امریکايي سرتیري چې د نوم د نه افشا کولو په شرط یې خبري کړې دي ویلي دي چې دا به له احتیاطه یو ډک کار وي چې که په افغانستان کې د پاتې کیدونکو سرتیرو شمیر له ۱۰۰۰۰ کم وي، نو پریکړه دې وشي چې ټول امریکايي سرتیري له افغانستان څخه راوغوښتل شي.

دغه وړاندیز چې لومړي رپوټونه ورباندې د نیویارک ټایمز او وال ستریت ژورنال له خوا ورکړل شوي دي، اوس په واشنګټن کې هم تر بحث لاندې دی. دغه امریکایي چارواکي ټینګار کړی دی چې په دې وړاندیز کې راغلي دي چې امریکايي سرتیري دې تر ۲۰۱۴ کال وروسته یوازې د دوو کلونو له پاره په افغانستان کې پاتې شي او تر هغه وروسته دې دغه هیواد پریږدي.

دغه پلان به ولسمشر بارک اوباما ته اجازه ورکړي چې د خپلې دویمې ولسمشریزې دورې په پای کې د افغانستان جګړه ختمه شوې اعلان کړي او ټول امریکایي سرتیري له افغانستان څخه راوباسي.

خو په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکايي ځواکونو هر ډول حضور د کابل ـ واشنګټن امنیتي تړون لاسلیکیدو پورې تړلې خبره ده. ولسمشر کرزی د دغه تړون له لاسلیکیدو څخه ډډه کوي او هغه د یو شمیر شرطونو پورې تړلی بولي.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې اوس په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پاتې کیدو وړاندیزونه څیړي خو د پنتاګون د وړاندیز په اړه یې څه نه دي ویلي. د امریکا د ملي امنیت شورا ویاندې کایتلین هایدن، ویلي دي: «ولسمشر اوباما تر اوسه پورې د سرتیرو د شمیر په اړه پریکړه نه ده کړې او زه نه غواړم د روانو څیړنو جزئیات ورکړم.»

هایدن زیاته کړې ده چې امریکايي چارواکی په خپلو څیړنو کې د پوځي، استخباراتي، دیپلوماتیکو او پرمختیایي کارکوونکو سپارښتنې او وړاندیزونه په پام کې نیسي. دغې امریکايي چارواکې یو ځل بیا ټیگار کړی دی چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کیدو لومړۍ شرط د کابل ـ واشنگټن امنیتي تړون لاسلیکیدل دي. هغې پر افغان حکومت باندې غږ کړی دی چې دغه تړون دې لاسلیک کړي.

د وال ستریت ژورنال د رپوټ له مخې پنتاگون هیله لري چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې پر ۱۰۰۰۰ امریکايي سرتیرو سربیره له دوو څخه تر درو زرو د ناټو نور سرتیري هم میشت وي.

اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۷۵۰۰ امریکایي او ۱۹۰۰۰ نور بهرني سرتیري په افغانستان کې میشت دي. د پلان له مخې به دغه ټول سرتیري د روان کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب