1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاګون: په افغانستان کي د شخصي امنيتي کمپنيو بندول د کرزي خپل نظر دی

۱۳۸۹ مرداد ۲۰, چهارشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزارت د افغانستان د جمهورريس حامد کرزی هغه پلان چي غواړي ټول شخصي امنيتي شرکتونه بند کړي ډيره زياته د احميت وړ موضوع ونه ګڼله.

https://p.dw.com/p/OiH3
د امريکا د دفاع وزارت پنتاګون ودانۍ
د امريکا د دفاع وزارت پنتاګون ودانۍانځور: AP

د دفاع وزارت وياند ډيويډ لپن وويل: « زه نه پوهيږم چي دغه تصميم څه مانا لري زه فکر کوم چي، دا د کرزي خپلي خبري دي موږ په هغه باندي هيڅ نه پوهيږو.»

د ولسمشر حامد کرزي وياند تيره ورځ په کابل کي وويل چي، د افغانستان جمهورريس به ډير ژر د شخصي کمپنيو د بنديدو د پاره يو ضرب الاجل و ټاکي.

هغه وويل: « دا يو ډير جدي پروګرام دي چي د افغانستان حکومت به يې ارو مرو د عمل په ډګر کي پلی کړي.»

له پن وويل چي،د دفاع وزارت پوهيږي چي په شخصي کمپنيو کي ځني ستونزي سته. خو دغه وزارت به پر هغو موضوګانو باندي چي،د کرزي لخوا ورباندي نيوکي سوي غور وکړي. داسي چي، د متحده ايالاتو د امنيتي اړتيا سره برابر وي.

په عيني وخت کي د امريکا د متحده ايالاتو شخصي امنيتي کمپنۍ ( ډاين کورپ) له دې څخه ډه ډه کړې چي د افغانستان د حکومت پر تصميم باندي تبصره وکړي.

د يوې بلي امریکايي کمپنۍ (بلک واټر) چي اوس په افغانستان کي د( اکس يي) په نامه فعاليت لري څوک پيدا نه سوه چي ددې نوي تصميم په وړاندي خپل دريځ روښانه کړي.

په افغانستان کي د شخصي امنيتي کمپنيو بازار ډير تود دی. چي په هغه کي تقريباً ۴۰۰۰۰ خلک په کار بوخت دي.

دغه کمپنۍ د نړيوالو ځواکونو،پنتاګون، ملګرو ملتو، غيري حکومتي سازمانانونو او د لوېديځو رسنيو د امنيت د ساتني په برخه کي په کار بوخت دي.

خو افغانان له دغو شخصي شرکتونو څخه سر ټکوي او هغوﺉ په ناوړه چلند او غلاو تورنه وي. په ځانګړې توګه د لويو لارو په اوږدو کي مسافر د هغوﺉ څخه ډير په تکليف دي.

ددغو کمپنيو ځني يې په کابل کي په هغو سيمو کي خپلي کرارګاوي جوړي کړي دي چي، د استوګني ځايونه دي.

د بيلګي په توګه تيره ورځ د کابل د تايمني په سيمي کي پر يوې برتانوۍ شخصي امنيتي کمپنۍ باندي وسلوال بريد خلک سخت په تشويش کي کړي ول.

خو لوديځ کارپوهان د افغانستان حکومت ددې تصميم په وړاندی خپله اندېښنه ښودلې ده.

د يو اولس تر تړون لاندي کاب ليکونکې اليسن ستينجر وويل چي د شخصي امنيتي کمپنيو له منځه وړل ښايي د لويديځو ځواکونو د پاره ستره ستونزه پيدا کړي.

هغې د فرانس پريس خبري آژانس سره په يوه مرکه کي ويلي دي چي، د شخصي کمپنيو د کارونو پاي ته رسول تقريباً د هغه څه سره سرخوري چي په افغانستان کي د لويديځو هيوادونو د مداخلې پای ګړندی سي.

هغې زياته کړې چي زموږ اوسني پروګرامونه ددغو کمپنيو د حياتي مرستو څخه پرته دوام پيدا کولای نسي، مګر دا چي موږ خپل سرتيري نور هم په افغانستان کي زيات کړو.

نوموړي کارپوهي يادونه کړې چي په افغانستان کي شخصي کمپنۍ د افغانانو دپاره يوه ستره منبع ده.

خو د افغانستان حکومت شکايت کوي چي هغه مالي منابع چي د شخصي کمپنيو په اختيار کي ورکړل سوي، هغه که د افغانستان د حکومت په اختيار کي ورکړل سي دا به د ملي اردو او ملي پوليسو د روزلو پروسه ګړندۍ کړي.

کرزي د اونۍ په سر کي ويلي دي چي هغه افغانان چي، په دغو کمپنيو کي کار کوي کولای سي چي راسي په ملي اردو او ملي پوليسو کي شامل سي.

ag/ زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم