1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاګون: ليبيا د سکد توغندي استعمال کړي

۱۳۹۰ مرداد ۲۵, سه‌شنبه

د متحده ايالاتو د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي د معمرالقذافي پوځ په هغو سيموباندي چي په دي وروستيو وختو کي د ياغيانو ترکنترول لاندي راغلي دي، د لومړي ځل لپاره د سکد توغندي استعمال کړي دي

https://p.dw.com/p/12HTU
د سکد توغندی د پخوانی شوروی اتحاد په دوره کی دیر مشهور توغندی ګڼل کیدل
د سکد توغندی د پخوانی شوروی اتحاد په دوره کی دیر مشهور توغندی ګڼل کیدلانځور: AP

د متحده ايالاتو د دفاع وزارت په يو رپوټ کي ويل شوي دي چي د شوروي اتحاد د دوري د پوځي محصولاتو دغه توغندي د يکشنبه په ورځ په ساحلي ښار البريقه باندي توغول شوي دي ، خو خپل هدف يي نه دي ويشتلي.

پخواني شوروي اتحاد د 1950 لسيزي په پاي کي دغه توغندي جوړ کړ، خو د تخنيکي بدلونو سره سره هغه تر اوسه پوري د خپل هدف په ويشتلو کي تر ټولو ناکام توغندي شميرل کيږي.

ويل شوي دي چي د قذافي د زيږيدو له ښار «سيرت» څخه د سکد دغه توغندي توغول شوي خو کوم تاوان يي نه دي اړولي. د متحده ايالاتو د دفاع وزرات په رپوټ کي يادونه شوي چي د نوموړي توغندي د حملي هدف د تيلو په بندري ښار البريقه کي د ياغيانو مرچلي وي. خو د دي پر ځاي چي دا توغندي د هغوي مرچلو ته ورسيږي په بيديا کي 80 کيلو متر ليري له خپل هدف څخه لګيدلي دي.

که څه هم د شوروي د دوري څخه دغه پاتي وسله په پوځي کړيو کي غير دقيقه شميرل کيږي، خو د ليبيا ياغيان يي وارخطا کړي دي.

د ياغيانو د مؤقتي شورا وياند، احمد الباني وايي چي د قذافي رژيم د ياغيانو پر ضد د هر ډول وسلو د استعمال لپاره چمتو دي.

هغه وويل: «حقيقت دا دي چي رژيم دغسي وسلي لري او کولاي شي چي له هغو کار واخلي. دا سړي يعني قذافي هر ډوله وسله چي لاس ته ورشي استعمالوي يي تر څو خپل رژيم وساتي اوپه قدرت پاتي شي، حتي که ډيري لږه موده او حتي که څوساعتونه هم وي.»

دا چي قذافي څه شمير سکد توغندي لري پوره معلومات يي نه شته. د 250 توغنديو له جملي څخه يو برخه يي د ناتو د هوايي بمباريو په نتيجه کي ښايي ويجاړ شوي وي، خو نه ټول. که چيري دا خبر رښتيا وي چي د قذافي پوځيانو د تيلو په بندري ښار البريقه باندي سکد استعمال کړي دي، نو له دي معلوميږي چي هغه لا تراوسه هم دغسي توغندي په اختيار کي لري. د عربي تلويزوني رپوټونو له مخي پاڅون کونکو د هغه ښار دوه پر دريمه ساحلي برخي تر خپل کنترول لاندي راوستي دي. خو د پاڅون کونکو مرګ ژوبلي ډير زياتي دي.

د لبيايي ورځپاڼو د رپوټونو له مخي يواځي د دوشنبي په ورځ 28 ياغيان د ليبيايي سرتيرو له خوا وژل شول او 40 نور ټپيان دي. اوس جګړه د البريقه صنعتي تأسيساتو ته ځير شوي. که چيري دغه ښار په بشپړه توګه د ياغيانو لاس ته ولويږي نو د قذافي د رژيم لپاره يواځي پلازمينه طرابلس پاتي کيږي. دا چي هلته به هغه څه موده نور ټينګ پاتي شي، سمدلاسه سړي څه ويلاي نه شي.

پيتر شتيفه/ عبدالباري حکيم
کتونکي: مسعود جهش