1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاګون: له افغانستان څخه سرتیري د اوباما د پلان له مخې وځي

۱۳۹۰ مهر ۲۳, شنبه

د امریکا د دفاع وزیر ویلي چې افغانستان څخه به خپل ۳۳۰۰۰ اضافي سرتیري د ۲۰۱۲ کال د جګړې د موسم تر ختمیدو وروسته راوباسي. ویل کیږي چې د هغه خبرې د اوباما د پلان سره سمون نه لري. خو پنتاګون اوس دغه خبره ردوي

https://p.dw.com/p/12rhw
امریکایې ځواکونه په افغانستان کې د طالبانو په وړاندي جګړې کې ډیره ونډه لري
امریکایې ځواکونه په افغانستان کې د طالبانو په وړاندي جګړې کې ډیره ونډه لريانځور: picture alliance/dpa

کله چې بارک اوباما د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه وټاکل شو هغه په ۲۰۰۹ کال کې افغانستان ته ۳۳۰۰۰ اضافي امریکایې سرتیري واستول ترڅو په دغه هیواد کې جګړه وګتي.

په داسې حال کې چې په متحده ایالاتو کې د افغانستان د جګړي څخه عام ملاټړ ورځ تر بلې کمیده، بارک اوباما په روان کال کې اعلان وکړ چې افغانستان ته استول شوي ۳۳۰۰۰ اضافې سرتیري به د ۲۰۱۲ کال تر دوبي پورې له دغه هیواد څخه وباسي.

که څه هم په افغانستان کې میشتو امریکایې پوځي قوماندانانو د اوباما څخه وغوښتل چې په دغه هیواد کې د اضافي امریکایې ځواکونو د شتون موده اوږده کړي د دې سربیره هم اوباما په لومړي پړاو کې افغانستان څخه د ۱۰۰۰۰ امریکایې سرتیرو د وتلو اعلان وکړ.

د اوباما د پلان له مخې به د ۲۰۱۱ کال تر پایه افغانستان څخه ۱۰۰۰۰ او د ۲۰۱۲ کال د دوبي تر پایه ۲۳۰۰۰ امریکایې سرتیري ووځي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، لیون پنیتا، هم ویلې چې د ۲۰۱۱ کال تر پاي پورې به د پلان له مخي له افغانستان څخه ۱۰۰۰۰ سرتیرې ووځی. خو هغه زیاته کړې چې پاتي ۲۳۰۰۰ امریکایې سرتیري به په راتلونکې کال کې کله چې د په افغانستان کې د جګړې موسم پای ته ورسیږي امریکا ته ستانه شي.

په افغانستان کې د جګړې موسم کیدای شي چې د اوکتوبر تر میاشتې پورې دوام وکړي. دا په داسې حال کې ده چې اوباما ویلې وو افغانستان څخه به ټول اضافي سرتیري د ۲۰۱۲ کال د دوبي تر پایه وباسي.

د پنتاګون د رسنیو مسؤل، جورج لیتل، ویلې چې د پنیتا او اوباما په څرګندونو کې کوم توپیر نه شته. هغه زیاته کړي چې دا به ناسمه وي کې څو ووایې چې د اوباما او پنیتا خبري سره توپیر لري.

اوباما په خپل انتخاباتي کمپاین کې ویلې وو چې که د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شي نو په عراق کې په د امریکایې ځواکونو شمیر کم او په افغانستان کې به د دغو سرتیرو شمیر لوړ کړي.

وروسته له هغې چې اوباما افغانستان څخه د خپلو پوځونو د ښکلو پلان اعلان کړ، د ناټو ډیری نورو غړو هم له دغه هیواد څخه د خپلو ځواکونو په ښکلو پیل وکړ.

د اوباما د پلان له مخې به د راتلونکې کال د اوړي تر پایه افغانستان څخه ټول ۳۳۰۰۰ اضافي امریکایې سرتیر ووځي. د دغه پلان له مخې په تر ۲۰۱۴ کال پوري افغانستان نه تول د ناټو جنګي پوځیان خپلو هیوادونو ته ستانه شي او د افغانستان امنیتي چارې په افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

آزانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم