پنتاګون د پوځ لپاره د ډله ایزو رسنیو مقررات سخت کړل ولی؟
۱۳۸۹ تیر ۱۲, شنبهد متحده ایالاتو د دفاع وزیر رابرت ګیتس یواځي څو ورځي وروسته له هغی د خپل هیواد د پوځ لپاره د ډله ایزو رسنیو مقررات سخت کړل چی د افغانستان لپاره د هغه یو لوړ پوړی جنرال رسنیو ته د شخړه تبصرو له امله له خپلی دندی څخه ګوښه کیدو ته مجبوره کړای شو.
ګيتس پرون د دفاع وزرات لوړ پوړو پوځي او ملکي چارواکو ته يو دري پاڼي لرونکي ليک استولي دي چي په هغه کي له رسنيو سره د دفاع وزارت د چلند په هکله خپله انديښنه ښودلي او ویلی دی چی هغه وزارت ډله ایزو رسنیو ته «د معلومات په ورکولو کی ډیري وخت ټاکلی مقررات تر پښو لاندی کړی دی.»
د دغه ليک يوه نسخه د فرانس پرس خبري آژانس لاس ته ورغلي ده .
ګيتس په خپل هدایت کی ويلي دي « د محرمو او سري معلوماتو بربڼدول د قانون خلاف کار دي. او په هيڅ صورت سره د ځغملو وړ نه دي، او هغه کسان چي دغسي معلومات بربڼد کړي، هغوي به هرمرو له قانوني تعقيب سره مخامخ شي.»
د ګيتس په دغه ليک کي چي عنوان دي « له ډله ايزو رسنيو سره چارچلند» د دفاع وزرات چارواکو ته لار ښونه شوي چي له ډله ايزو رسنيو سره د هر ډول مرکو او يا نور معلوماتو چي ښايي ملي او نړيوالي اغيزي ځان سره ولري، له ورکولو څخه مخکي هغوي بايد د دفاع وزرات د عامه چارو له معين سره سلا مشوره وکړي.
ډله ايزو رسنيو ته د متحده ايالاتو د دفاع وزارت له خوا د معلوماتو ورکولو باندی مقررات وروسته له هغي سخت شول چي په افغانستان کي د متحده ايالاتو او ناتو پخواني عمومي قوماندان جنرال ميک کريستل يوي امریکایی، رولینګ ستون نومی مجلی ته په یوه مرکه هغسی یادونی کړی وی چی جمهور رییس بارک اوباما هغه د متحده ایالاتو پر پوځ باندی د ملکی اداری د واکمنتوب له اصل سره چی د هغه د خپلی وینا له مخی د امریکا دیموکراسی زړه جوړوی، یو «نامناسب سلوک» وګاڼه. له همدی امله هغه د میک کریستل استعفاء ومنله.
د عامه چارو معين دګلاس ويلستن د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل چي د ګيتس «ليک» د رولينګ ستون نومي مجلي کيسي پوره اړه نه لري».
هغه وويل: «دغه ليک د دفاع وزير ګيتس له هغو انديښنو ويندويي کوي چي له څو اونيو را په دي خوا له ډله ايزو رسنيو سره د دفاع وزارت د چلند په هکله هغه يادي کړي دي او لازمه يي وګنله چي هر هغه څوک چي مطبوعاتو ته د کورنيو يا نړيوالو موضوعاتو په هکله وينا ورکوي، هغه بايد پوره پوه وي چي موضوع څه ده؟»
له نوموړي معين څخه پوښتنه وشوه چي آيا دا دي معني لري چي د جګړي په ډګر هيڅ عسکر او پوځي اجازه نه لري چي يو خبريال ته چي دپوځی عمليات له نژدي څاري، خبري وکړي؟ ويلسن په ځواب کي وويل: «نه ! مطلقا داسي يو قصد نه دي.»
عبدالباري حکيم/ فرانس پرس
کتونکي: احمد ولي اڅکزي