1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

پنتاګون: د مور بم له کبله رسیدلی تاوان به افشا نه کړو

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس، ویلي دي چې پنتاګون به په اچین کې د تر ټولو لوی غیر اتومي بم د کارونې له کبله رامنځته شوی تاوان، فاش نه کړي.

https://p.dw.com/p/2bev1
Bombe GBU-43/B
انځور: picture-alliance/dpa/Northwest Florida Daily News

دغه امریکایي متقاعد جنرال ویلي دي چې پنتاګون د ویتنام له جګړې څخه زده کړي دي چې دا ښه کار نه دی چې د جګړې په ډګر کې د یوه اقدام کامیابي د وژل شویو دښمانونو د شمیر پر اساس وارزول شي.

هغه له دې سره د ویتنام په جګړې کې د وژل شویو کسانو په شمیر کې مبالغه کولو ته اشاره وکړه.

متیس ټینګار کړی دی چې د وژل شویو کسانو د شمیر د بربنډولو په ځای، په اچین ولسوالۍ کې د داعش د تونلونو په یوه سیستم باندې د ټولو بمونو د مور کارونه ښيي چې امریکا په افغانستان، عراق، سوریې او نورو ځایونو کې د اسلامي دولت د ځپلو له پاره هر اړین کار ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ویل شوي، امریکایي ځواکونه اوس هم افغانانو ته اجازه نه ورکوي چې د اچین ولسوالۍ هغې سیمې ته ولاړ شي چې دې هیواد په کې خپل تر ټولو لوی غیر اتومي بم کارولی دی.