1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاګون د ملګي وګړو پر وړاندې جنایات څیړي

۱۳۹۱ مرداد ۱۴, شنبه

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت (پنتاګون) د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې یوه ډله ئې په افغانستان او عراق هیوادونو کې د امریکا د پوځ له خوا د ملکي وگړي پر وړاندې د تر سره شوو جنایتونو د څیړلو له پاره ټاکلې ده.

https://p.dw.com/p/15jqv
انځور: AFP/Getty Images

د پنتاگون عمومي مشاور جې جانسون، ویلي دي چې دغه ډله به د امریکا پوځي قضايي سیستم وڅیړي. د هغه په خبره دا ډله به وڅیړي چې ایا د متحده ایالاتو پوځي قضایي سیستم اصلاحاتو ته اړتیا لري او که نه.

جانسون د جمعې په ورځ (د اگست د میاشتې څلومه نیټه) خبریالانو ته وویل: «د دې څیرنې هدف د کومې خاصې دوسیې څیړنه نه ده... دا څیړنه دې پوښتنې ته د ځواب پیدا کولو له پاره ده چې ایا د پوځي قضایي سیستم د اصلاح له پاره کومه لاره شته او که نه؟»

دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیتا تیره اونۍ ویلي وو چې باید په دې خبره اطمینان حاصل شي چې د امریکا پوځي قضایي سیستم معتبر، عادلانه او د اعتماد وړ پاتې شي.

پنیتا ویلي وو: «زموږ د جنگي ځواکونو په منځ کې له قانون څخه د سرغړاوي پېښې ډیرې کمې دي. خو دغه پېښې د دې لامل کرځي چې له کوربه هیواد سره زموږ اړیکې له ستونزو سره مخامخ شي.»

په افغانستان او عراق کې د پوځیانو له خوا د ملکي وگړو وژنې د دغو هیوادونو د خلکو او حکومتونو سخت غبرگونونه راپارولي ول. د بیلگې په توگه په ۲۰۰۵ کال کې اوو تنو امریکايي پوځیانو د عراق په حدیثه ښار کې ۲۴ ملکي وگړي ووژل. په یوه بله پېښه کې یوه امریکايي سرتیري د افغانستان په کندهار ولایت کې ۱۷ تنه ملکي وگړي ووژل.

د پنټاگون له خوا ټاکل شوې دغه ډله به د پوځیانو له خوا د ملکي وگړو د وژلو په هکله د رپوټ ورکولو څرنگوالی هم وڅیړي. پر دې سربیره به دا هم وڅیړل شي چې د امریکا پوځي قضایي اداره څرنگه دغه دوسیې څیړي. په دې څیرنه کې د امریکايي سرتیرو له خوا له زندانیانو سره بد چلند او په جگړه کې د ملکي وگړو وژنه نه شاملیږي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض