1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاګون: د افغانستان جگړه د ورځي ۳۰۰ مليونه ډالره لگښت لري

۱۳۸۹ بهمن ۲۶, سه‌شنبه

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوبما د 2012 کال لپاره خپله عمومي بودجه 3700 مليارده ډالره په پام کي نيولې ده.

https://p.dw.com/p/R1A2
د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس
د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټسانځور: AP

په دغه بودجې سره هغه غواړي چي دوې دندي سرته ورسوي : يو دا چي بودجوي کسر بايد راټيت سي او له بلي خوا په نړوياله کچه د امريکا د متحده ايالاتو رقابتي ظرفيت لوړکړي.

په همدې وجه په ډيرو برخو کي بودجوي کموالی په پام کي نيول سوی دي، خو بالمقابل د ښووني او روزني، پوهي او تخنيک او مواصلاتي برخو کي د زياتي پانکي اچوني غوښتنه سوې ده.

اوباما په يوه لڼده وينا کي وويل:« ما د لوړي په مراسمو کي ژمنه وکړه چي د خپل رياست تر پايه پوري به بودجوي کسر نيمايي ته رسوم. دغه بودجه چي ما نن وړاندي کړه، د دې ژمني د پوري کيدو معني لري. په 2050 کال کي به موږ ددې توان ولرو چي خپل مصارف به د خپلو عايداتو له لاري تمويلو.»

له عراق څخه د امريکايي سرتيرو وتل به د ولسمشر بارک اوباما د حکومت د 2012 کال دفاعي بودجي کي کموالي رامنځ ته کړي، خو د افغانستان جګړه لا تراوسه د متحده ايالاتو لپاره د ورځي تر 300 مليونو ډالرو پوري رسيږي.

د متحده ايالاتو د دفاع وزارت په پيشنهادي بودجه کي د عراق او افغانستان د جګړو لګښت د 2012 مالي کال لپاره تر 117 مليارد ډالرو پوري راټيټ سوی، دا د تير مالي کال په پرتله 41.5 مليارد ډالره کمه ده.

په عراق کي د متحده ايالاتو پوځي مشغوليت محدود سوی دی، په نوي بودجه کي يوازي د «نوي سپيده داغ عملياتو» تر نامه لاندي د پاتي 50 زرو سرتيرو لپاره 10.6 مليارد ډالر ځانګړي سوي دي. دغه سر تيري هم د روان ميلادي کال تر پايه بايد له عراق څخه وايستل سي.

د افغانستان د ماموريت لپاره په نوي بودجه کي 107.3 مليارد ډالرغوښتل سوي دي. دا د تيري غوښتل سوي بودجه په پرتله نسبتا لږ ده. په تير مالي کال کي 113.5 مليارد ډالره غوښتل سوي ؤ.

د افغاستان د جګړي لپاره د غوښتل سوي بودجې له کموالي څخه دا په سمه توګه نه روښانه کيږي چي څه شمير امريکايي عسکر به له افغانستان څخه سږکال وايستل سي ترڅو په بودجه کي سپما رامنځ ته شي.

بارک اوباما تير کال ژمنه وکړه چي د 2011 کال په جولای کي به د خپلو اوس موجودو کابو 97 زرو سرتيرو په ايستلو پيل وکړي.

د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت ګيتس وويل چي د هغه وزارت «تصميم ونيو چي د وضعيت او شرايطو په پام کي نيولو سره دفاعي بودجه طرحه کړي» ځکه لا تراوسه پوري سخته ده چي وويل شي څه شمير سرتيري به د جولای د مياشتي څخه وروسته په وتلو پيل وکړي.

دا چي په افغانستان کي د امريکايي سرتيرو په شمير کي تر 2012 کال پوري کموالي راځي د متحده ايالاتو د دفاع وزيرهم تري انکار ونه کړ. هغه وويل. «د 2012 تر پايه پوري به موږ په افغانستان کي 98 زره سرتيري ونه لرو.»

د افغانستان او عراق د جګړو لپاره په بودجه کي 97.2 مليارد ډالر د جنګي عملياتو او 10.1 مليارد ډالر د هغو بمونو سره د مقابلي لپاره ځانکړي سوي، چي ياغيان يي په کورونو کي جوړوي او پر سړکونو او لارو کي يې ښخوي. دغي وسلي په افغانستان کي د ناتو تر مشري لاندي ځواکونو ته سخت ځاني تاوانونه اړولی دی.

11.9 مليارد ډالره د وسلو او پوځي تجهيزاتو د ترميم او يا د ورک سوو وسايلو او يا ويجاړ سوو وسايلو او 12.8 مليارد ډالره د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو د روزلو او په پوځي وسايلو د هغوی د سمبالو لپاره ځانکړي سوي دي.

په پام کي ده چي د افغانستان امنيتي ځواکونه د 2014 کال تر پايه پوري په ټول هيواد کي امنيتي مسووليت له نړيوالو ځواکونو څخه تر لاسه کړي.

متحده ايالات او ناټو غواړي چي د روان ميلادي کال د اکتوبر تر مياشتي پوري د افغانستان د ملي پوځ شمير 172 زرو او د ملي پوليسو شمير 134 زرو ته ورسوي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم

کتونکی: نجيب الله زيارمل