1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاګون بیلیونونه ډالر تلف کړې دي

۱۳۹۰ شهریور ۹, چهارشنبه

پنټاګون د 30 میلیاردو ډالرو څخه ډیرې پیسې د عراق او افغانستان د جګړی په قراردادونو کې تلف کړي دي. د یوي خپلواکي پلټنې پایلې د دوشنبه په ورځ ښیې چې دغه پیسې په پنتاګون کې د ښه مدیریت د نه شتو له کبله تلف شوي دي

https://p.dw.com/p/12QH4
پنټاګون د عراق او افغانستان د جګړې د لګښتونو له امله تر فشار لاندی دی
پنټاګون د عراق او افغانستان د جګړې د لګښتونو له امله تر فشار لاندی دیانځور: AP

د متحده ایالاتو کانګرس ته په خپل وروستي رپورت کې چې د راتلونکې چهار شنبې په ورځ به وړاندې شي، د «بایپارتسین» د کمیسیون د جګړی د قراردادونو بخش کواښ کړی چې د امریکا د پیسو بې ځایه مصروفونو، د مالې او ادارې فساد شتون په افغانستان او عراق کې د امریکا هڅې تر خپل تاثیر لاندی راوستلی.

د دغه سازمان لوړپوړو چارواکو، کریتوفر شایز او میکایل تیبولت واشنتن پوست ته ویلي:

«د امریکایې مالیه ورکونکو په لس ګونو میلیارده ډالر د ضعیف پلان جوړولو، غیرضرورې خریداریانو، په قراردادونو کې ناکافې رقابت، د قراردادونو نا منظمه مدیریت، بی مسؤلیتي، د سازمانونو د ننه د ضعیفې همکارۍ، د قراردادیانو او پنټاګون د ځینو کارکونکو ضعیفه کارکولو تلف کړی دی.»

دغو چارواکو زیاته کړې چې په دغې برخې کې د امریکا د دولت کارکونکو او قرادادیانو باید ښه عمل کړای وای.

دغه رپورت په داسې حال کې خپریږي چې د امریکا پر دولت ورځ تر بلې د افغانستان او عراق د جګړې د مصرفونو له امله فشار مخ په ډیریدو دی.

د 2001 کال د سیپتمبر د میاشتی له بریدونو وروسته د امریکا متحده ایالاتو حکومت تر ډیر حد پورې خصوصي کمپنیو ته مخ واړوه. په دغو کمپنیو کې څه نا څه 260000 کسان په کار پوخت دي چې د دغو کسانو شمیر په افغانستان او عراق کې د امریکایې سرتیرو سره برابر دی.



د پلټنې د پایلو له مخې امریکا افغانستان ته په 2001 کال کې او عراق ته په 2003 کال کې پرته له دې چې د جګړې د ډیر شمیر قراردادونو لپاره تیاری ونیسي روانه شوه چې د دغه کار په پایلې کې اوس مهال امریکا د ډیر شمیر قراردادونو په قید کې ګیر پاتې ده.

د پلټنو د تر سره کونکې سازمان چارواکو ویلې چې که د افغانستان او عراق حکومتونه و نه توانیږې چې د امریکا د وتلو وروسته د دغه هیواد پروژې او پانګه اچونې په سمه توګه مدیریت کړي نو کیدای شي چې د امریکا 30 میلیارده نور ډالر هم تلف شي.

د دغه د راپور په وړاندې په عکس العمل کې پنتاګون ویلي چې مخکینیو پلټونو هم د دغه سازمان پر ځینو قراردادونو نیوکې کړې وې چې په پایلې کې یې پنتاګون یو شمیر اصلاحات رامنځ ته کړل. د پنتاګون ویاند، دیف لیپن، ویلی:«مونږ د ځینو نواقصو څخه باخبره یو او د تیرو کلونو په جریان کې مو ډیر کار کړی چی دغه نواقص له منځه یوسو.»

د پنتاګون دغه ویاند ویلې چې سازمان به یې ټول رپورټونه وڅیړي او که چیرې کومه خلا په سازمان کې ترسترګو شې نو د مخ نوی لپاره به یې اضافی تدابیر ونیسي.

د امریکا د دولت د پیسو د تلف کیدلو په اړه،  ورستي خپور شوي رپورټ ځینې پروژې د مثالونو په توګه راوستلې دي.

د دغو مثالونو په ډلې کې یو هم په کابل کې د بریښنا د تاسیساتو جوړول دي چې پرې 400 میلیونه ډالر لګښت راغلی. د راپور په حواله افغان حکومت له مالی لحاظه نه شی کولای چې د بریښنا دغه تاسیسات فعاله وساتي او له تخنیکی لحاظه یې هم د ساتنی توان نه لري.

 

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: عبدالباری حکیم