1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پناه غوښتونکو په محکمې کې د ثبت پر مرکز دعوا وکړه

۱۳۹۴ مهر ۲۱, سه‌شنبه

پناه غوښتونکو د برلین د کډوالو د ثبتولو تر ټولو لوی دفتر پر خلاف په محکمه کې شکایت کړی دی. هغوی ویلي دي چې دغه دفتر د کډوالو په ثبتولو کې پاتې راغلی دی. کډوالو تر ثبتیدیدو وروسته ټولنیزې مرستې ترلاسه کولی شي.

https://p.dw.com/p/1GnEA
Deutschland Erstregistrierungsstelle für Flüchtlinge in Passau
انځور: Reuters/M. Rehle

یوه دولتي چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل چې لږ تر لږه ۲۰ تنو پناه غوښتونکو د برلین د روغتیا او ټولنیزو چارو ادارې پر ضد چې د کډوالو د ثبت دنده هم لري، په محکمه کې دعوا ثبت کړې ده او ویلي یې دي چې دا اداره د کډوالو د ثبت په برخه کې پاتې راغلې ده.

دې چارواکي همداراز ویلي دي چې دا ډول نورې دعواګانې هم په تیرو اوونیو کې په محکمه کې ثبت شوي دي او روښانه کړې یې ده چې د دوشنبې ورځې دعوا تر ټولو لویه وه. محکمه به د پناه غوښتونګو د دعوا په اړه د اکتوبر میاشتې په پاې کې پریکړه وکړي.

هغو کډوالو چې د ا دعوا ثبت کړې ده وایي چې د ټولنیزو مرستو لکه د اوسیدو ځاې او د ورځنیو لګښتونو د تمویل په موخه پیسو تر لاسه کولو لپاره باید دوی لومړی په دې اداره کې ثبت شي.

ځایي چارواکي ټینګار کوي چې اوس هڅه کوي د ټولو هغو کډوالو چارې ترسره کړي چې له جګړه ځپلو آسیایي، افریقایي او د منځني ختیځ له هیوادونو څخه آلمان ته رسیږي.

تمه کیږي چې د ۲۰۱۵ کال تر پاې پورې له ۸۰۰ زرو څخه تر یو میلیونه کډوال آلمان ته راشي او د دې کډوالو ډیر شمیر هغه سوریایي کډوال دي چې په دې هیواد کې له کورنې جګړي څخه تښتې ته اړ شوي دي.

د آلمان پر صدر اعظمې انګلا میرکل، باندې په وروستیو وختونو کې د کډوالو په اړه د هغې د سیاست له کبله نیوکې ډیرې شوې دي. د هغې منتقدین چې د خپل حکومتي ایتلاف یو شمیر غړي یې هم په کې شامل دي ادعا کوي چې د میرکل سیاست لا ډیر شمیر کډوال هڅوي چې آلمان ته راشي.