1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پلټونکي: بېنظير بوټو د چاودني له امله وژل سوې ده

۱۳۸۶ بهمن ۱۹, جمعه

د برتانيايي پوليسو د پلټنو د مخه د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره بېنظير بوټو د انتخاباتي مبارزې په غونډه کي د چاودني د ضربې او فشار په اثر وژل سوې ده.

https://p.dw.com/p/DKBc
د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره بېنظيربوټو د انتخابتي مبارزې په لړ کي په ټکانو او چاودنه کي يي خپل ژوند د لاسه ورکړی.
د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره بېنظيربوټو د انتخابتي مبارزې په لړ کي په ټکانو او چاودنه کي يي خپل ژوند د لاسه ورکړی.انځور: AP

د سکاټلنډ يارډ د پلټونکو د راپور په اساس بېنظيره په ډزو نه بلکي د هغه څخه وروسته ددې موټر ته نژدې کومه چاودنه چي وسوه د هغې په اثر وژل سوې ده.

د پلټنو نتيجې د پاکستان د حکومت له شرحي سره ملاتړ کوي. د ډيسمبر د مياشتي د 27 د پيښې وروسته معلومه سوه چي پخوانۍ لومړۍ وزيره بېنظير بوټو د سر د ټپي کېدو له کبله وژل سوې ده چي د چاودني د فشار له امله سر د موټر څخه موښتی و.

د پاکستان د خلکو ګوند نيوکي کوي چي برتانيايي پلټونکي په پاکستاني پوليسو پوري تړلي و. تراوسه لا دا فکر کېږي چي بوټو د ډزو له امله وژل سوې ده.