پر کونړ باندي بيا توغندي توغول سوي دي
۱۳۹۱ مرداد ۲۴, سهشنبهپه ختیځو ولایتونو کې د سرحدي ځواکونو ویاند ادریس مومند وايي، چي تیرشپه پاکستاني ځواکونو د کونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ کې د افغان سرحد ساتونکو پر پوستو يرغلونه کړي دي خو کومه مرګ ژوبله ئې نه ده اړولې.
دده په خبره، چي نن سهار(۲۰۱۲کال د اگست ۱۴) د افغان سرحد ساتونکو پر رينجر موټر باندي د پاکستاني لښکرو په يوه راکټي يرغل کي يو سرحد ساتونکی ووژل سو او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
افغان ځواکونه وايي، چي دوی خپلو سرتیرو ته د تیارسی امر کړی او که لوړ پوړي چارواکي اجازه ورکړي پاکستاني لښکرو ته به ځواب ووایي.
بله خوا د کونړ ځايي چارواکي وايي، چي ددغه ولایت پر سرحدي سیمو باندي د پاکستاني لښکرو توغنديي يرغلونه لاهم روان دي. ددوی په خبره په تازه بريدونو کي د سرزیان نه دی اوښتی خو خلک ئې سخت اندیښمن کړي دي.
د کونړ د والي ویاند واصف الله واصفي په سيمه کي دويچه ويله پښتو ويب پاڼي ته وويل:
«د سرحدي چارواکو د راپورونو له مخې د کونړ پر دانګام ولسوالي باندي پاکستانيو ځواکونو له تیرو ۲۴ ساعتونو راهيسي ۸۳ توغندی اورولي دي.»
هغه زیاتوي، چې په دغه ولسوالي کي د رسېدلو زيانونو په اړه لا تر اوسه پوري معلومات نه لري.
بله خوا بيا د افغانستان د کورنيو چارو وزارت يوه وياند نجيب نيکزاد رسنيو ته ويلي دي:
«زموږ پر يوې سرحدي پوسته باندي نن سهار يرغل سوی دئ. زموږ سرحدي پوليسو د يرغل جواب ورکړی او دغه نښتي تر ۲ ساعته ډير دوام کړی دئ.»
هغه دغه راز زياته کړې ده، چي په دې پيښه کي چا ته کوم زيان نه دئ رسېدلی.
څو ورځي پخوا پر کونړ باندي د پاکستاني توغنديو د اورولو د نه جواب په غبرگون کي د افغانستان ولسي جرګې ددفاع او کورنیو چارو وزیرانو ته د نه اعتماد رايه ورکړه.
شمع نظامي/ننګرهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل