1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر کندهار هوايي ډگر بريد کي تر ۶۰ کسان وژل سوي دي

۱۳۹۴ آذر ۱۹, پنجشنبه

پر کندهار هوايي ډگر د وسله والو طالبانو په يرغل کي ۶۱ انسانان وژل سوي چي ۱۱ پکښې خپله يرغلگر دي. په دغه بريد کي ۳۵ کسانو نور ټپيان سوي هم دي.

https://p.dw.com/p/1HL2d
Afghanistan Viele Tote bei Taliban-Angriff auf Flughafen in Kandahar
انځور: picture alliance/ZUMA Press/S. Saiem

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي دغه يرغل ۲۷ ساعته دوام وکړ او د طالبانو يو جنگيالی د چهارشنبې ورځي تر ماښامه پوري وجنگېد. وسله وال طالبان د سه شنبې په ماښام هوايي ډگر ته ننوتل.

د دفاع وزارت وياند دولت وزيري د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۱۰مه) د آلمان خبري آژانس سره په تليفوني خبرو کي وويل: «په وژل سوو کسانو کي ۳۸ ملکيان، ۱۰ عسکر او دوه پوليس دي.»

د کندهار هوايي ډگر عسکرو دغه راز ويلي دي چي په وژل سوو کي ښځي او کوچنيان هم شامل دي.

تيره ورځ داسي راپورونه هم ورکړل سول چي گويا وسله والو طالبانو د افغان ملي اردو د يوه افسر کورنۍ يرغمل کړې ده. د پيښي ځای ته نژدې د کندهار قول اردو قومانداني او د قوماندان کور هم دئ.

Afghanistan Viele Tote bei Taliban-Angriff auf Flughafen in Kandahar
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khan

وسله وال طالبان د سه شنبې په ورځ ماښام په دې وتوانېدل چي د کندهار هوايي ډگر هغي سيمي ته ننوځي چي د ميدان د کارکوونکو او افسرانو کورنۍ ژوند کوي. په دغه سيمه کي يو څو دوکانونه هم سته. دغه سيمه پخپله له ترمينل او بهرنيو ځواکونو له خېمو څخه ليري ده.

دا چي دغه کسان څرنگه توانېدلي چي هوايي ډگر ته ننوځي تر اوسه لا روښانه نه ده. کندهار هوايي ډگر چي په افغانستان کي دوهم ستر ميدان دئ، امنيت ئې ډېر ټينگ ساتل کيږي.

په دغه يرغل کي بهرنيو ځواکونو ته زيان رسېدلی نه دئ. په ميدان کي اوس هم د رومانيا، بلجيم او گرجستان نژدې ۲۰۰۰ عسکر مېشت دي. پر دې سربيره نژدې ۵۰۰۰ قراردادي ځواک هم مېشت دی.

وسله والو طالبانو تيره ورځ په سيمه کي رسنيو ته په يوه لنډ لېږل سوي پيغام کي ادعا کړې وه چي په دغه يرغل کي ئې تر سلو زيات افغان او بهرنيو ځواکونو ته تلفات رسولي دي.

Afghanistan Viele Tote bei Taliban-Angriff auf Flughafen in Kandahar
انځور: Reuters/Str

وسله والو طالبانو د چهارشنبې په ورځ د خپلو هغو جنگياليو انځورنه هم په ټولنيزو شبکو کي خپاره کړي چي د کندهار پر هوايي ډگر ئې يرغل کړی دئ.

د طالبانو له خوا د دغو افراطيانو يوه ويډيو هم په ټولنيزو رسنيو کي خپره سوې ده چي يرغل کوونکي تر بريد دمخه په سپينو کاليو کي ناست او مشر ئې د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما ته گواښ کوي، چي خپل عسکر له افغانستانه وباسي. دا چي دغه ويډيو تر کومه ځايه حقيقت لري تر اوسه لا روښانه نه ده.