1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پر کروندو مو زهرجن مواد پاشل شوي دي»

۱۳۹۱ خرداد ۹, سه‌شنبه

د کندهار ولایت په یو شمیر ولسواليو کي يو شمير کروندګر ادعا کوي چي سږ کال ئې د کوکنارو پر کروندو باندې زهرجن مواد پاشل سوي دي، چې له کبله ئې هغوی ته د مالي تاوان تر څنگ د معدې او پوستکي ناروغۍ هم پيدا شوي دي.

https://p.dw.com/p/153h2
انځور: Getty Images

د کروندګرو په خبره پر کرل سوو کوکنارو ئې د شپې له خوا د الوتکو په واسطه خشخاشو ته ورته کيمياوي مواد پاشل سوي دي چي د کوکنارو تر څنګ ئې ځینې نورې کروندې لکه غنم هم سخت تاواني کړي دي.

د ميوند ولسوالۍ د «کلاکېچې» د سيمې اوسيدونکى عبدالرحيم، چي په خبره ئې د پوروړو له لاسه کندهار ښار ته راغلى دئ او د خپل ورور په کور کي شپې سبا کوي وايي چې پر شل جريبه ځمکه ئې يو نيم ميلیون پاکستانۍ کلداري مصرف کړې وې چې د کوکنارو ښه فصل تر لاسه کړي.

عبدالرحيم وايي چې ده انگیرله چې له خپل کروندې څخه به ۸۰ منه تریاک تر لاسه کړي خو هغه ویلي دي اوس ئې دغه هیلې له منځه تللي دي او کروندې ئې د پاشل شوې دوا په واسطه له منځه تللې دي:

«يوه ورځ سهار وختي کروندې ته ورغلم. و مې ليدل چي د شپې له خوا د خشخاشو په ډول ميده دوا پر ټوله سیمه کې پاشل سوې ده. له هغه سهاره څخه مې بيا د کروندې سمه تازګي ونه ليدله.»

د همدې ولسوالۍ د «ګرماوک» د کلي يو بل کروندګر محمدالله، هم ورته خبره کوي. دى وايي چې له کوکنارو سره تر څنګ ئې د غنمو کرونده هم يو مخ له منځه تللې ده.

محمدالله زياتوي چې دولت له کروندگرو سره ډېرې ژمنې کړې وې خو د هغه په خبره تر اوسه پورې یوه ئې هم نه ده عملي شوې:

«نه مو مرسته ليدلې ده، نه مو يو اصلاح سوی تخم ليدلى دئ. موږ غواړو چي له موږ سره مرستې وسي. له يوې خوا ئې کروندې راوچې کړې او له بلې خوا مرستې نه سته.»

د ژړۍ ولسوالۍ د «حوض مدد» د سيمې يو ځوان بيا وايي چې د دوى په سيمو کي د پوستکي د سخت وچوالي او معدې ناروغۍ خپره سوې ده.

دغه ځوان ګل محمد نوميږي او وايي چې په سيمه کي ئې د نړيوالو ځواکونو د قرارګاه له خوا خبرتياوې هم خپرې سوي دي او په خبرتياو کې ورته ويل سوي دي چي که کوم څوک په يادو ناروغيو اخته وي نو د هغوی د قرارگاه روغتون ته دې مراجعه وکړي.

ګل محمد وایي: «يوازې زه نه يم. زموږ په کلي کي نور کسان هم په دغه ناروغۍ اخته دي. خلګ وايي چې دا ټوله ستونزه پر کوکنارو باندې د پاشل سوو دواوو له کبله راپيښ سوې ده.»

خو په کندهار کي د عامې روغتيا رئيس ډاکټرعبدالقيوم پخلا، د دا ډول ناروغيو په هکله ناخبري ښيي او زياتوي چې تر اوسه پورې دوی ته داسې کوم ناروغ چې دغه مرضونه پکښې وې مراجعه نه ده کړې:

د کندهار د والي وياند جاويد فيصل، بيا وايي چې سږ کال په کندهار کي د کوکنارو حاصلات ځکه لږ او کمزوري دي چي د دې ولایت د امنيتي ځواکونو لاسونه ټولو سيموته غځېدلي دي او هر ځاى چي کوکنار کرل سوي د کمپاين په ترڅ کي ئې له منځه وړي دي.

فيصل د کوکنارو پر کروندو باندې د دا ډول مضرو دواګانو له شيندولو څخه ناخبري ښيي او وايي په دې اړه دوى هيڅ معلومات نه لري.

په کندهار کي د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې رئيس ګل محمد شکران هم ورته خبره کوي او وايي چې دا ډول خطرناکې دواگانې پر کروندو باندې نه دي پاشل سوي ځکه د ده په خبره دا نه يوازې کوکنارو ته بلکې نورو نباتاتو ته هم تاوان رسوي:

«په دې اړه ولسمشرکرزي ځانګړى فرمان خپورکړى دئ چي بايد دا ډول خطرناک کيمياوي مواد، و نه شيندل سي ځکه دا د ټولو نباتاتو ترڅنګ ژونديو موجوداتو ته هم تاوان رسوي.»

په کندهار کي کروندګر سږ کال په داسې حال کي د خپلو يو شمير کرل سوو کوکنارو د اړولو يا پر کروندو باندې ئې د مضرو کيمياوي توکو د شيندولو خبره کوي چي نزدې يوه مياشت پخوا د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا، په یوې خبري ناسته کي وویل چې د کندهار امنیتي چارواکي سږ کال توانيدلي دي چي د وزارت له اړخ ورته له ټاکل سوي حد څخه زيات کوکنار له منځه يوسي. د والي په خبره په کندهار ښار او ولسواليو کي ئې په ٢٥٠٠ هکتاره ځمکه کې کرل سوې کوکنار اړولي دي.

سږ کال هم د کندهار په اکثرو ولسواليو په ځانګړي ډول په ژړۍ او ميوند ولسواليو کي ډېر کوکنار کرل سوي دي. که څه هم افغان چارواکي وایي چي په دغو ولسوالیو کې ئې له کروندگرو سره مرستې کړي دي خو کروندگر دا خبره ردوي او وایي چې لا تر اوسه پورې ئې کومې مرستې نه دي تر لاسه کړي. هغوی گواښ کوي چې که حالات په همدې ډول دوام وکړي نو هغوی به هم د کوکنارو کرلو ته دوام ورکړي.

محمد ابراهیم سپیڅلی
کتونکی: مسعود جهش