1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر کابل بريد او په غزني کي يرغلونه

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۲, دوشنبه

افغان چارواکي وايي چي وسله والو طالبانو خپل «پسرلني» عمليات د کابل پر نړيوال هوايي ډگر باندي د دوو توغنديو په توغولو سره پيل کړل. په جلال آباد او غزني کي هم يرغلونه سوي دي او مرگ ژوبله يې هم اړولې ده.

https://p.dw.com/p/1By3K
انځور: Reuters

طالبانو له خپل هوډه سره سم د افغانستان پروخت د سهار پر ۵ بجې د دوو توغنديو په توغولو سره د بهرنيو او افغان ځواکونو پرضد خپل اعلان سوي عمليات پيل کړل.

په افغانستان کي وسله والو طالبانو تيره اوونۍ اعلان کړی وو چي له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو دمخه غواړي چي له هيواد څخه د «کافرانو چټلي» پاکه کړي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي د کابل د نړيوال هوايي ډگر پر شمالي برخه باندي دوه توغندی لگېدلي دي او «هيڅ تلفات» يې نه دي رسولي.

په افغانستان کي مېشت ايساف ځواکونه چي د کابل په نړيوال هوايي ډکر کي يوه پوځي اډه لري دا خبره يې تائيد کړې ده چي د دوی پلټونو ښوولې ده چي پر هوايي ډگر باندي دوه توغندی توغول سوي دي.

دوی دغه راز ويلي دي چي د کابل په شمال کي د بگرام پر پوځي هوايي ډگر باندي چي د ايساف ځواکونو ستره پوځي اډه ده، هم څو توغندی توغول سوي دي.

په جلال آباد کي يرغل

د ننگرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي ويلي دي چي څو تنو وسله والو طالبانو د دغه ولايت د عدليې وزارت پر ځانگه باندي بريد کړی دی. د تلفاتو په اړه تراوسه پوري څه نه دي ويل سوي. عبدالزی ويلي دي چي سيمي ته امنيتي ځواک رسېدلی دی او حالت يې په کنترول کي راوستی دی.

بله خوا د وسله والو طالبانو يوه وياند ويلي دي چي جنگيالي يې د عدليې وزارت په څانگه ور ننوتي دي او هلته يې فيرونو کړي دي. د پيښي په اړه نور جزئيات تر اوسه پوري روښانه نه دي.

په غزني کي بريدونه

د غزني ولايت چارواکي وايي چي په دغه ولايت کي د پوليسو د تلاښيو پر درو پوستو باندي وسله والو کسانو چي يو شمېر يې پر موټر سايکلونو باندي سپاره ول يرغلونه کړي دي. په دغو يرغلونو کي درې تنه وژل سوي او ۸ کسان نور ټپيان سوي دي.

د غزني د والي مرستيال محمد علي احمدي، اسوشېتيد پريس خبري آژانس ته ويلي دي چي د دوشنبې په ورځ سهار وختي په ترسره سوو بريدونو کي يو پوليس او دوې تنې ملکي ښځي وژل سوي دي او دوه تنه پوليس او شپږ تنه ملکي کسان نور ټپان سوي دي.

د دغو پيښو پړه تر اوسه پوري چا پرغاړي نه ده اخيستې.

په افغانستان کي وسله والو طالبانو د يوه نا پيژندل سوي تويتر اکونټ له لاره د دغو بريدونو مسئوليت منلی دی او ويلي يې دې چي په ټول افغانستان کي يې دغه شان بريدونه ترسره کړي دي.

د امريکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو نزدې ۵۱۰۰۰ عسکر اوس هم په افغانستان کي مېشته دي او د پلان له مخي به د روان مېلادي کال د دسمبر مياشتي تر پايه پوري په افغانستان کي اوږد او گران بيه جنگ پای ته ورسوي او له دغه هيواد څخه به ووزي.

په پلان کي ده چي په ۲۰۱۵ کال کي به هم په افغانستان کي يو تعداد بهرني عسکر پاته سي، خو د ماموريت موخه به يې يوازي د افغان امنيتي ځواک روزل او له تروريزم سره مبارزه وي. خو طالبانو گواښ کړی دی چي هرڅومره عسکر چي پاته سي پرضد به يې مبارزه روانه وي.

خو افغان امنیتي چارواکي وايي چي وسله وال طالبان نور د مخامخ جگړې توان نه لري او هيڅ ډول سرخوږی به پېښ نه کړای سي.