1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ډيرو بريدونو او وژنو سربيره عراقيانو په انتخاباتو کي ګډون وکی

۱۳۸۸ اسفند ۱۷, دوشنبه

د دې ټاکنو پيغام دادی چې : عراقيان له چا څخه نه ډاريږي . سره له بميزو او هاوان گذارونو گڼ شمېر کسان د ټاکنو کړکيو ته ورروان وو. دوی په ډاگه سره د ترهگري او د ملي پخولايني ضد کسانو په وړاندي خپل مخالف وښود

https://p.dw.com/p/MMns
انځور: AP

دا کار د زيات احترام وړ گرزېدلی او څرگندوي چې : اکثر عراقيان د امنيت او ثبات ليوال دي . دوی غواړي چې پرمختگ وشي . او په دې ډول سره اصلاً د دموکراته سياليو له اصول څخه پلوي کوي .

خو دا به تر اوسه پورې وختي وي، چې سړی د پوره رسېدنی هيله ولري . اصلي چلنجونه لا په مخکی پراته دي . د ټاکنو دنتايجو رسمي اعلان به، که ژر نه وي هم، لږترلږه يوه اوني وخت نيسي . خو دا هم نه ده معلومه چې آيا د انتخاباتو نتايج به د ټولو سياستمدارانو او سياسي ډلو لخوا د منلو وړ گرزي او که څرنگه . همدا شان به وروسته د سنيانو، شيعيانو، کردانو او نورو ډلو تر کت د ډول ډول غوښتنو له مخی حکومتي ټلواله آسانه نه وي . او حتی کېدلی شي نوری لانجې او زورزياتي راپورته کړي.

د صدام حسين له راپرځېدو 7 کاله وروسته، لا هنوز هم د څو کلن زورزياتي او بې امنيتی له کبله اساسي مشکلات نه دي حل شوي، لکه د ډول ډول ټولنو تر منځ د تېلو د گټو وېش يا د کيرکوک د ښار څرنگوالی . البته د ټاکنو د پاره د شريکو لستونو او د زيات شمېر کانديدانو د پخولاينی ژمنی هم نه شي کولی د ډول ډول ټولنو تر کت چاکونه سره ورولي . عراق هېڅکله دا چانس نه درلود، چې يو دموکراتيک کلتور ته وده ورکړي، بلکه په 2003 ميلادي کال کې له يوې ورځی څخه بلی ته په بشپړه توگه سره بدل شو .

ولو که هر څوک راتلونکی حکومت پرغاړه اخلي، خو لويی دندی به ورپه غاړه وي . يوه له هغوی څخه د هغه هېواد دوهمی پياوړی ډلی سنيانو ته په سياست کې لار ورکول دي . دوی د صدام حسين په وخت کې امتيازونه درلودل او اوس ځانونه بايلونکی شمېري . همدا کار تر اوسه پوری لکه د پخوا په شان د ترهگرانو وسيله او د لاس آله گرزي. نو غوره به وي، چې د مسيحيانو او يزيديانو غوندی وړو وړو ډلو څخه هم ملاتړ وشي . گڼ شمېر د قدرت او نفوذ لاس ته راوړلو علاقې ښايي يو له بل سره پخولاينی ته ورسول شي . او د هغه ځای ټول وگړي ولو که له هری ډلی او عقيدې څخه وي، په ورځني ژوند کې بهترتوب غواړي . له شخصي ژوند او د اوبو او برېښنا له دوامداره کمبود څخه شروع بيا تر امنيت پوری .

وخت تنگ دی . په راتلونو پنځنيمو مياشتو کې به په عراق کې موجودو يو لکو عسکرو څخه نيمه برخه وزي او نيم نور به د ٢٠١١ ميلادي کال تر پايه پورې پاته وي .

هر راتلونکی حکومت که ډول ډول ډلو ته ځانگړې پاملرنه ونه کوي، نو هم هغه به وي، چې د هېواد راتلونکی امنيت به له خطر سره مخامخ وي .

راينر زولیش /عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري