1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر پولیو بندیز ماشومان له خطر سره مخامخ کړي

۱۳۹۱ تیر ۳۱, شنبه

په پاکستان کي د گوزڼ ناروغۍ د واکسين کمپاين له خنډونو سره مخامخ دئ. پاکستاني چارواکو ويلي دي چي په قبايلي سيمو کي د وسله والو له خوا پر دغه کمپاين بنديز تر ۲۰۰ زرو څخه زيات ماشومان د واکسینو له څاڅکو څخه بې برخي کړي دي.

https://p.dw.com/p/15ck5
انځور: picture-alliance/Ton Koene

د پاکستان د وسله والو طالبانو له خوا په قبايلي سيمو کي د گوزڼ يا پولیو پر واکسينو د بنديز وروسته، گڼ شمېر ماشومان د دغه واکسين څخه محرومه پاته کېدلای سي. دا خبره په پاکستان کي د اړونده حکومتي ادارې وياند مظهر نثار کړې ده. د نوموړي په وينا په دې توگه څه باندي ۲۰۰ زره ماشومان د گوزڼ د واکسين څخه بې برخي کېدلای سي.

د دې څخه تر مخه د پاکستان په قبايلي سيمو شمالي او جنوبي وزيرستان کي د وسله والو طالبانو مشرانو پر دغه کمپاين بنديز لگولی وو. لومړی بنديز د شمالي وزيرستان د يوه وسله وال قومندان حافظ گل بهادر له خوا لگول سوی وو. نوموړي قومندان د گوزڼ د واکسينو د مخالفت دليل دا وړاندي کړی وو چي «د گوزڼ د واکسين په کمپاين کي گڼ شمير جاسوسان د دې له پاره معلومات ټولوي، چي بيا ئې په مرسته بې پيلوټه الوتکي بريدونه وکړي.»

د شمالي وزيرستان گاونډۍ سيمي جنوبي وزيرستان يو طالب قومندان مولوي نذير هم په سيمه کي داسي پاڼي خپرې کړي وې، چي د گوزڼ د کمپاين سره دي هيڅوک مرسته نه کوي. د مولوي نذير په هکله فکر کيږي چي هغه د پاکستان د پوځ ملگری توندلاری دئ. په وانا ښار کي په تقسيم سوې پاڼه کي راغلي:

«د پاکستان په قبايلي سيمه کي د گوزڼ د کمپاين په نوم د امريکا او د متحدینو جاسوسان راځي او غواړي دلته معلومات راټول کړي. د دغو معلوماتو څخه بيا د سيمي د بربادولو او د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو له پاره کار اخيستل کيږي.»

د تيراه درې او د باړې په سيمو کي هم د ځايي وسله وال قومندان له خوا د واکسینو پر کمپاین بنديز لگول سوی دئ. دغه سيمي د خيبر ایجنسۍ سره تړاو لري. په دغه سيمه کي د لشکر اسلام نومي وسله والې ډلې قومندان منگل باغ د گوزڼ د واکسينو پر کمپاين بنديز اعلان کړی وو.

په پاکستان کې د واکسینو کمپاين هغه وخت د وسله والو له مخالفت سره مخامخ سو، کله چي ډاکټر شکيل افريدي د واکسينو یو جعلي کمپاين تر سره کړ. دغه کمپاين د اېبټ آباد په سیمه کي تر سره سوی وو، چيري چي د القاعدې مشر اسامه بن لادن اوسېده.

پر شکيل افريدي باندې تور لگول کیږي چې د جعلي کمپاین په ترڅ کې ئې د بن لادن په هکله معلومات راټول کړي ول. چي تر هغې وروسته د متحده ایالاتو د ځانگړو پوځي عملیاتو په ترڅ کې بن لادن په خپل کې کور کې ووژل شو. خو د روغتيا نړیوالې ادارې (WHO) د پنجشنبې په ورځ «د ۲۰۱۲م کال د جولایي ۱۹مه» دا خبره رد کړه چي گواکې ډاکټر افريدي په اېبټ آباد کي د واکسينو کمپاين تر سره کړی وو.

له بل پلوه د پاکستان دولتي ادارو ويلي دي چي په ټول هیواد کې به د واکسينو کمپاين ته ادامه ورکړي.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: سيد رياض