1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر پاکستان د امريکايي وسلو له پلورلو سره مخالفت

سيد رياض/ آژانسونه۱۳۹۳ فروردین ۱۲, سه‌شنبه

امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د خپلو پوځي تجهیزاتو چې ارزښت یې ميلياردونه ډالرو ته رسیږي، پر پاکستان د پلورلو په اړه غور کوي. خو د افغان ولسمشر ویاند په دې هکله معامله کولو سره کلک مخالفت ښوولی دی.

https://p.dw.com/p/1BZSD
انځور: picture alliance / dpa

د اسوشیتد پرېس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په افغانستان کې تر ۱۳ کلني اوږدې جگړې وروسته د وتلو پر مهال متحده ایالات غواړي چې خپل پوځي تجهیزات وپلوري. په دغو پوځي تجهیزاتو کې داسي زري موټرې هم شته چې په ځانگړې توگه د ماینونو پر وړاندي مقاومت کولای شي.

خو دغه هڅې په داسې یوه سیمه کې چې گاونډي هیوادونه پر یو بل شک لري ښایي ستونزمن کار وي.

د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي، چي پاکستان د امریکایي تجهیزاتو له رانیولو سره لیوالتیا لري. خبر پاڼه زیاتوي چې د پاکستان پر دغه غوښتنه غور کیږي. تر دې د مخه د امریکا متحده ايالاتو د پوځونو له خوا ویل شوي ول چې په افغانستان کې د امریکایي تجهیزاتو هیڅ شی پر پاکستان نه پلورل کیږي.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند مارک رایټ، له اسوشیتد پرېس خبري آژانس سره په یوه تلیفوني مرکه کې ویلي دي چې ښایي متحده ایالات خپل پوځي تجهیزات بیرته خپل هیواد ته د راوړلو پر ځای چې ډیر لگښت ورباندي راځي، پر «نزدې گاونډیو» هیوادونو وپلوري.

په دغو تجهیزاتو کې 800 MARPs، ډوله زري موټري چې د ماین ضد دي هم شاملي دي. د نوموړي په وینا دا کار به د میلیونونو ډالرو د سپما په معنی وي. دغه MARPs، ډوله زري موټر چې په کمپیوټري سیستم سمبال دي، په عراق او افغانستان کې د سړکونو د غاړي له بمونو څخه د خوندیتوب له پاره د امریکایي سرتیرو له خوا استعمالیدل.

امريکايي ځواکونه
امريکايي ځواکونهانځور: picture-alliance/Ton Koene

د اسوشیتد پرېس د خپلو معلوماتو له مخې له ۲۰۰۱مېلادي کال راهیسې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د پوځ نزدې ۲۱۷۶ غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چې د دغو کسانو زیاتره یې د سړک د غاړي ماينونو په چاودنو کې وژل شوي دي. د پاکستاني یاغیانو له خوا د دغه هیواد په قبایلي سیمو کې د ځای پر ځای شوي شاوخوا ۱۷۰ زره پاکستاني پوځ پر وړاندي د سړک د غاړې ماینونه هم یوه خونړۍ وسیله گڼل کیږي.

د تیري میاشتې په پیل کې په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو مشر جنرال جوزف دنفورد، پېنتاگون ته ویلي ول چې پاکستان د دغه زري موټرو له رانیولو سره لیوالتیا لري.

دې رپوټونو چې ښایي پاکستان د MRAPs، ډوله زري موټرو له رانیولو سره لیوالتیا لري د کابل غبرگون راپاورلی دی. د دغه هیواد چارواکي وایي چې ټول تجهیزات باید په افغانستان کې پاته شي. د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي د دوشنبې په ورځ له اسوشیتد پرېس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ په دې تړاو بې له افغانستان د مشورې د هر ډول معاملې مخالفت کوو او موږ په څرگند ډول دا خبره متحده ایالاتو ته واضحه کړې ده.»

ایمل فیضي یادونه کړې ده چې دغه کار «دا د ستراتیژیکو شریکانو، افغانستان او متحده ایالاتو، تر منځ د همکاریو له نورمونو سره په تناقص کې دی.»

د افغانستان دې انديښنې راکمولو ته چې له افغانستان څخه به امریکایي تجهیزات پاکستان ته نه ځي، تیره اوونۍ د جنرال جوزف دنفورد له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي ول: «د افغانستان له خلکو او ملي امنیتي ځواکونو سره زموږ ژمنتیا نه ښوریدونکي ده.»

مارک رایټ، په خپلو خبرو کې وړاندي ویلي دي چې امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې له افغانستان څخه د روان میلادي کال تر پایه د امریکایي جنگي ځواکونو د راوتلو تر مخه، د شاوخوا ۶۰۰ ميلياردو ډالرو په ارزښت غیر پوځي وسایل چې پکښي میزونه، چوکۍ او جنراتورونه شامل دي غم وخوري.

د نوموړي په وینا تیره میاشت د متحده ایالاتو پوځ د افغانستان له مالیې وزرات څخه افغان پلورونکو ته د غیر پوځي وسایلو د پلورلو تائید تر لاسه کړی دی. خو د رایټ په وینا غیر پوځي وسایل هم گواښ رامنځ ته کولای شي او له دې کبله به یې ځینې وسایل په اصطلاح د کباړ په توگه وپلورل شي.

متحده ایالاتو پر افغانانو باندي له تیر کال راهیسې د کباړ شوو تجهیزاتو پلورل پیل کړي دي او تر ۴۲ میلیونو ډالرو زیات عاید یې لرلی دی. رایټ په خپلو خبرو کې د غیر پوځي وسایلو له خرڅلاو څخه د گواښ رامنځ ته کیدو په اړه وویل چې د بیلگې په توگه په ځینو آلاتو کې «ټایمر» نصب شوي وي چې د چاودیدونکو توکو له پاره ترې کار اخیستل کیدای شي.