پر پاکستانی پوستي بريد کي ۱۰ عسکر وژل سوي
۱۳۹۰ خرداد ۱۹, پنجشنبهد فرانس پريس خبري اژانس په حواله تر 100 زياتو طالبانو د جنوبي وزيرستان په مارابي نومي سيمه کي نن سهار وختي د پاکستاني پوځ پر يوه پوسته بريد کړي. طالب وسله وال په راکټونو او نورو مجهزو وسلو سمبال ؤ، دغه جګړې تقريباً درې ساعته دوام وکړ.
د مرابي سيمه د افغانستان پولي څخه تقريبا د 40 کيلومترو په واټن پرته ده، او د شمالي وزيرستان سره گډه پوله لري، چيري چي د امريکا د متحده ايالات د پاکستان پوځ څخه غواړي چي د طالب اورپکو پر خلاف ځمکني عمليات تر سره کړي.
په پاکستاني پوځ دا حمله په داسي وخت کي تر سره کيږي چي د امريکا د متحده ايالاتو له خوا په شمالي وزيرستان کي د بې پيلوټه الوتکو بمباريو هم زور اخيستي.
د دغه بريدونو خلاف پاکستاني طالبانو په افغانستان او پاکستان کي د بريدونو خبر داری هم ورکړی. د بلي خوا د امريکا متحده ايالاتو هم پر پاکستان فشار ډير کړی چي په شمالي وزيرستان کي دي د ترهګره خلاف کوټلي ګامونه اوچت کړي.
د امريکايي چارواکو په وينا په دغه سيمه کي القاعده، طالب اورپکي او نوري ترهګري ډلي پاخه سنګرونه لري. د القاعدې شبکې ملاتړي ډله، د حقاني شبکه هم د شمالي وزيرستان څخه خپل فعاليتونه کوي.
دغه ډله په افغانستان کي په ايتلافي ځواکونو وخت نا وخته حملي ترسره کوي.
اژانسونه / سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل