تروريزم
پر پاکستاني سرحدي پوستو برید شوی
۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۲, سهشنبهاعلان
د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې ویلي دي چې یاغیانو په جنوبي وزیرستان کې پر دوو سرحدي پوستو باندې بریدونه وکړل. په بیانیه کې زیاته شوې ده: «د سختو نښتو په جریان کې درې ترهګر ووژل شول او څو تنه نور ټپیان شول.»
افغانستان تل پر پاکستان باندې طالبانو او د حقاني شبکې غړو ته د پناه ورکولو تور لګوي خو پاکستان بیا کابل تورنوي چې پاکستاني طالبانو ته یې ځای ورکړی دی.
د پاکستان پوځ په فبروري میاشتې کې له افغانستان سره خپله پوله تر هغه وروسته وتړله چې په ادعا یې په افغانستان کې یوې فعالې ډلې په پاکستان کې له برید کولو سره نزدې ۹۰ کسان ووژل.
پاکستاني لومړي وزیر نوازشریف بیا په مارچ میاشت کې د پولې د پرانیستلو امر وکړ.