1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر «پاملرنې» موسسې برید پای ته ورسید

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ شهریور ۱۶, سه‌شنبه

د کابل په شهرنو سیمه کې د پاملرنې یا Care International پر خیریه موسسې یرغل پای ته ورسید. د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې په دغه یرغل کې لږ تر لږه یو ملکي کس وژل شوی او شپږ تنه نور ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/1JwG1
انځور: Reuters/M. Ismail

د آلمان خبري آژانس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند صدیق صدیقي، له قوله لیکلي دي چې درې واړه برید کوونکي چې د یوولسو ساعتونو له پاره یې دغه ودانۍ نیولې وه د پوځي عملیاتو په پایله کې وژل شوي دي.

صدیقي زیاته کړې ده: «د لسو بهرنیانو په شمول ۴۲ تنه ژغورل شوي دي.»

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې وسلوالو یاغیانو د دوشنبې په ماښام د خیریه موسسې Care International د ودانۍ مخې ته د ځانمرگي برید د تر سره کولو وروسته په ودانۍ کې ځانونه پټ کړل.

تر دې دمخه داسې رپوټونه ورکړل شوي وو چې یاغیانو یو میلمستون په نخښه کړی دی چې زیاتره په کې هندي وگړي میشت وي.

افغان امنیتي ځواکونو تیره شپه د وسله واله یاغیانو سره وروسته له هغې متقابلې ډزې پېل کړې چې د سیمې په وخت د شپې پر یوولسو بجو یاغیانو ځانمرگی برید تر سره کړ.

دغه برید وروسته له هغې تر سره شوه چې تر دې دمخه وسلوالو یاغیانو په پلازمېنه کابل کې دوه بریدونه تر سره کړې ول. د رپوټونو له مخې په دغو بریدونو کې د شپږو افغان امنیتي ځواکونو په شمول ۲۴ تنه وژل شوي دي.

د لومړي برید د تر سره کیدو وروسته چې کله خلکو د برید له قربانیانو سره د مرستې له پاره وځغزستل نو یوه ځانمرگي برید کوونکي د خلکو په گڼه گوڼه کې ځان والوزاوه. د افغانستان د روغتیا وزارت د ویاند وحید الله مجروح، په خبره په دغو دوو بریدونو کې ۹۱ تنه ټپیان دي چې پکښې د ځینو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ دی. د دغو دوو بریدونو پړه وسلوالو طالبانو پر غاړه اخیستې وه.