1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر نورو سربيره د کشمير جنګيالي هم افغانستان ته راوان دي

۱۳۸۷ مرداد ۱۰, پنجشنبه

هغو جنګياليو چي مخکي يي يوازي په پاکستان او کشمير کي فعاليتونه درلودل اوس په افغانستان کي د ناټو او سوله ساتو ځواکونو پر ضد جنګيږي

https://p.dw.com/p/EnsS
اسلامي تندلاري چي د پاکستان په خاوره کي روزل کيږي
اسلامي تندلاري چي د پاکستان په خاوره کي روزل کيږيانځور: AP

امريکايي ژورناليست ډيويډ مورګن، د رويترز په خبري آژانس کي ليکي د غه جنګيالي چي د هندوستان پرضد جګرو کي ډيره تجريبه لري، د پاکستان د FATA يا هغه قبايلي سيمه څخه چي د پاکستان د حکومت په کنترول کي نه ده په افغانستان کي په بيلابيلو تاکتيکي فعاليتونو کي برخه اخلي. دوی د عربانو، ازبکانو او چيچنيايانو تر څنګ يوه بله ډله ده چي ور سره يو ځای کيږي.

په افغانستان کي د زور زياتيو ډيريدل په تيره بيا د جولای د مياشتي پر7 نېټه په کابل کي د هندوستان پر سفارت باندي په حمله کي چي 41 تنه مړه او 139 نور ټپيان سول پر پاکستان باندي نړيوالو فشار راوستی چي پخپله خاوره کي د زور لارو پرضد ګړندي ګامونه پورته کړي.

خو پوښتنه داده چي،آيا پاکستان نوموړي زور لاري پخپله خاوره کي کنټرولولای سي او دغه ډول د نوموړو زور لارو او د پاکستان د استخباراتي ادارې ترمنځ شکمني اړيکي سته؟

په افغانستان کي د ډيريدونکو پاکستانيانو و فعاليتونوته د امريکا متحده ايالاتو ګوته نيولې، په تيره بيا لوړ پوړو پوځي افسرانو چي د نوم د ښودلو څخه يي ډډه کړې.

د امريکا د اردو يو افسر
د امريکا د اردو يو افسرانځور: US Army

مورګن د يوه امريکايي افسر له خولې څخه ليکي چي:« هغه وخت چي په افغانستان کي د بهرنيانو څخه يادونه کو، هدف مو د پاکستانيانو څخه دی.» افسر زياته کړې هغه پاکستاني زورلارو چي د مخه يي په پاکستان کي دننه فعاليتونه کول اوس په افغانستان کي په ډيرېدونکي ډول خپلو بريدونو ته دوام ورکوي. چي دا د اندېښنې وړ يوه موضوع ده.

افسر په افغانستان کي د پاکستاني جنګياليو د شمير د ښودلو څخه ډډه کړې خو دونه يې ويلي دي چي په افغانستان کي د بهرنيو زورلارو شمير و څو سوو تنو ته رسيږي.

د افغانستان په ختيځه سيمه کي د پاکستان و سرحد ته نږدې د تاوتريخوالي ډيريدل د پاکستان او امريکا و اړيکو ته تاوان رسولی او ددې زمينه يي برابره کړې ده چي، د امريکا د دفاع وزارت ژر تر ژره ددې امکانات وسنجوي چي په افغانستان کي د ناټو ځواکونه لا پسي ډير کړي. په روان وخت کي په افغانستان کي 53000 عسکر د ناټو تر قومندې لاندي او پخپله امريکا 34000 تنه عسکر لري چي لدې څخه 15000 يي د ناټو ترقومندې لاندي فعاليت کوي.

د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا ګيلاني
د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا ګيلانيانځور: AP

د پاکستان لومړي وزير يوسف رضاګيلاني، واشنګټن ته پخپل سفر کي ددې هڅه وکړه چي جمهوررييس بوش ته ډاډ ورکړي چي د اسلام آباد حکومت په سرحدي سیمو کي د اوضاع د آرامۍ لپاره خپله وجيته تر سره کوي. خو چارواکي او څېړونکي وايي چي، د تندلارو سره د پاکستان تړونونه منفي بڼه لري. ځکه د هغوی په وينا دغه تړونونه ددې باعث سول چي د زورلارو د فعاليتونو او هدف ځای افغانستان وګرځي.

د RAND نومي څېړنيزي موسسې د افغانستان کارپوه سيټ جونس وايي:« په عمومي ډول تاسي ويني چي پخپله په پاکستان کي زورزياتی تر يوې اندازې پوري لږ سوی، نو ددې جنګياليويوې برخي و بهرته ځان ځانګړی کړي.»

د پاکستان څخه زور لاري، د افغان او ناټو ځواکونو پرضد فعاليتونه د کابل په جنوب لوېديځه سيمه وردګو کي ډيرکړي دي او خپل پام يې هغي سيمي ته اړولی دی.

دوه ځوانان چي د طالبانو لپاره تبلغات کوي
دوه ځوانان چي د طالبانو لپاره تبلغات کويانځور: AP

او ځيني نور پاکستاني افراطي تګ لاري چي دکونړ په ولايت کي فعاليت کوي داسي ښکاري چي دوی د لښکر طايبه او جيش محمدي عړي وي. دغه دواړه سازمانونه خپل مرکزونه لري او دوی د هندوستان په کشمير کي د زورزياتيو تجريبې لري.

هغه زورلارو چي په کشمير کي يي فعاليت کوی ورسته له هغه چي په 2004 ميلادي کال کي د پاکستان جمهوررييس پرويز مشرف د هندوستان سره خبري پيل کړې هغوی افغانستان ته نږدې سيمو کي سره راټول سوي دي.

خو د امريکا د متحده ايالاتو د چارواکو تر ټولو لويه اندېښنه دپاکستان د تحرک طالبان پاکستان د مشر بيت الله محسود ګڼل کيږي. او محسود د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزير بېنظير بوټو په قتل هم تورن ګڼل کيږي.

مورګن د امريکايي چارواکو په استناد ليکي چي محسود، چي د مخه پخپله په پاکستان کي يي ډير فعاليت کوی اوس يو بل ګام هم اخستی چي په افغانستان کي جنګيالي راټولوي او و هغوی ته وسله او لوجستيکي امکانات برابره وي. د دوی په خبره:« هر هغه وخت چي محسود په پاکستان کي مبارزې ته اړتيا و نلري هغه آزاد لاس لري چي خپل فکر افغانستان ته واړوي.»