پر ننگرهار ملي راډیو تلویزون برید
۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۷, چهارشنبهد فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په برید کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او۱۴ نور ټپیان دي. رپوټ زیاتوي چې دغه برید په افغانستان کې د رسنیو د کار کوونکو پر وړاندې خطر په گوته کوي چې دوی ورسره په دغه هیواد کې مخامخ دي.
داعش د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. د ننگرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي له نوموړي خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي «نن سهار (د چهارشنبې ورځ) څلور برید کوونکې د ملي راډیو تلویزون ودانۍ ته ورننوتل. دوو خپل ځانونه الوزولي دي او دوه نور لا هم مقاومت کوي.» تر دې دمخه خوږیاڼي د برید کوونکو شمیر درې تنه ښوولی وو.
خوږیاڼي ویلي دي چې «تر اوسه دوه ملکي کسان وژل شوي او۱۴ نور ټپیان دي.» روغتیایي چارواکو ویلي دي چې روغتون ته وروړل شوي زیاتره کسان په مرمیو لگیدلي دي.
د ملي راډیو تلویزون یوه عکاس ویلي دي چې د جگړې تر پیلیدو سملاسي وروسته په تیښته بریالی شو، خو نور همکاران یې لا هم په ودانۍ کې بند پاتې دي.
داعش تندلارې ډله په دغه ولایت کې فعاله ده. تیره میاشت امریکايي ځواکونو د دغه ولایت په یوه ولسوالۍ کې د داعش پر یوه مرکز باندې د «بمونو مور» نومې بم هم استعمال کړ.