پر مسيحي سوي ايراني بريد ـ تورن افغان مهاجر خوشي سو
۱۳۹۵ شهریور ۱۱, پنجشنبه
د آلمان د خبري آژانس د يو خبر پر اساس د آلمان د هامبورګ يوې ايالتي محکمې یو تورن افغان مهاجر بري اعلان کړی دی. پر دغه افغان تور ؤ چي پر يو مسيحي ايراني باندي يې بريد کړی ؤ. د اخ و ډب دغه پېښه په هامبورګ کي د مهاجرو په يو کمپ کي رامنځ ته سوې وه.
د اړوند محکمې ښځينه قاضي د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر لومړۍ نېټه) د دغې قضيې په تړاو خپله فيصله واوروله. په دغه فيصله کي د مسيحي ايراني د ژوبل کولو په تور نيول سوی افغان مهاجر بري اعلان سو او د هغه د خوشي کولو امر وسو.
ښځينه قاضي د تورن افغان د خوشي کولو فيصله په دې توجيه کړې ده چي داسي شکونه موجود ول چي ښايي ۱۹ کلن تورن افغان مهاجر دغه کار د ځان څخه د دفاع په ترڅ کي کړی وي.
افغان په لومړي سر کي په دې تورن سوی ؤ چي هغه د يو لرګي په مرسته پر يو ايراني بريد کړی او هغه يې سخت ژوبل سوی ؤ. د تور له مخي دا له دې کبله چي ايرانی مسيحيت ته ور اوښتی ؤ.
څارنوالۍ ويلي دي چي پر افغان مهاجر لګول سوی تور د محاکمې په جريان کي ثابت نه سو. دا په داسي حال کي چي څارنوالۍ په لومړي سر کي د افغان له پاره د يو کال او اتو مياشتو د بند د داسي سزا غوښتنه کړې وه، چي ضمانت يې ممکن وي. د تورن افغان مهاجر وکيل د خپل مؤکل د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.04.2016):