1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر مالي هیواد بندیزونه ولگول شول

۱۳۹۱ فروردین ۱۵, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/14Wwy

د لویدیځې افریقا د اقتصادي همکارۍ سازمان د مالي د هیواد کودتا کونکو ته د ورکړل شوي ضرب الاجل د مودې ختمیدو وروسته په دغه هیواد د بندیزونو د لګولو اعلان کړی دئ.

د سنیګال په پلازمینه داکار کې د سازمان د غونډې وروسته د عاج د ساحل ولسمشر الحسن اوتارا، وویل چې دغه بندیزونه به کودتا کونکي مجبور کړي چې په هیواد کې نظم راولي او امنیت تأمین کړي. تر هغې به له مالي سره سرحدونو تړلي وي او په سیمه ییز مرکزي بانک کې به د دغه هیواد حسابونه کنګل وي.

د مارچ د میاشتې په ۲۲ نیټه د پوځي منصبدارانو یوې ډلې د ولسمشر امادو تاوماني تورو، د حکومت تخته چپه کړه. دوی د خپلې کودتا دلیل د حکومت بې کفایتي ښوولې ده.