1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر فراه ولايت د طالبانو بريدونو زور اخيستی

۱۳۹۵ مهر ۱۶, جمعه

د فراه ښار په شاوخواه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سختي نښتي دریمې ورځي ته وغځېدلې. د راپورونو له مخي وسله وال طالبان تیره شپه د فراه ښار باغ پول ته رسېدلي دي. خو چارواکي وايي چې هرڅه په کنترول کې دي.

https://p.dw.com/p/2R0Vz
Khost Polizeistation
انځور: DW

د راپورونو له مخي وسله والو طالبانو تیره شپه د فراه په مرکز کې د نوبهار، دار آباد او ورج په کلیو کې د افغان ځواکونو پوستې تر سختو بریدونو لاندې را وستلې، خو نن سهار د افغان ځواکونو ځوابي بريدونه پيل کړي او ويل کيږي چې دواړو غاړو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

د فراه امنیه قومندان توریالی عبدیاني، وايي چې د فراه د دار آباد، دورکین او یوشمیر نورو سیمو څخه افغان ځواکونو تاکتیکي شاتګ کړې وو، خو نن سهار یې د فراه په مربوطاتو کې پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي چې په ترڅ کې يې ۱۷ طالبان وژلي او ۸ ټپيان کړي دي او یوه اندازه وسلي هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

بله خوا بیا د طالبانو د بریدونو د زیاتو او د ځينو دولتي پوستو تر نیولو وروسته د فراه د دار آباد کلې ځينو اوسیدونکو وسلې ترلاسه کړي، څو له خپلو سیمو څخه ساتنه وکړې ځکه دار آباد د فراه د مرستیال والي محمد یونس رسولې سیمه ده چې هلته یې خپلوان او د خپله مرستیال والي کور هم موقعیت لري.

هاخوا د فراه والي محمد آصف ننګ له پاڅون کوونکو څخه غوښتنه کړې چې د افغان ځواکونو ترڅنګ وسله راپورته او د خپل ښار ساتنه وکړې. والي محمد اصف ننګ دويچه ويله ته وويل: «نن زموږ ښوونځي، زموږ کور او زموږ فامیل په خطر کې دی نو ترهغه چې موږ سر یوو نشوو او د مخالفینو پر وړاندې ونه دریږې دا بحران به دوامداره موږ ټول وځپي.»

بله خوا د فراه اوسیدونکي خوشحال د خپلو سترګو لیدلې حال ډیر په بد ډول بیانوي وايي، وضعیت ډیر تر کنترول وتلی او مخالفین ډیر سخت بریدونه کوې او هري سیمې ته چې را داخل شې نو د نیولو امکان یې ډیر شته.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان برید جنرال محی الدین غوري، او د ملي پولیسو د ۶۰۶ انصار زون عمومي قومندان جنرال حسن شاه فروغ، هم د فراه د جګړي د مهار له پاره هلته تللې خو ویل کیږې چي طالب وسله والو هم د نیمروز، بادغیس،هرات او هلمند ولایتونو څخه خپل جنګیالي د فراه خوا ته را بللې او نن سهار یې د فرا مرکز اړونده لویه لار د بالابلوک ولسوالۍ په سیمه کې تړلې وه او ډیر کوښښ کوې، څو د فراه مرکز سقوط کړي. خو افغان امنيتي چارواکي وايي چې هرڅه په کنترول کې دي او ډېر ژر به سیمه له وسله والو مخالفانو پاکه کړي.

نور مطالب