1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر غزې د اسرائیلو بریدونه ادامه لري

سید ریاض/ آژانسونه۱۳۹۳ تیر ۲۸, شنبه

په غزې کې د اسرائيلو پوځي عملیاتو تر ۳۰۰ د زیاتو انسانانو ژوند اخیستی دی چې زیاتره برخه یې ملکي کسان جوړوي. په داسې حال کې چې د ملگرو ملتونو عمومي منشي د سولې غږ کړی دی د اسرائيلو له لوري ځمکني عملیات ادامه لري.

https://p.dw.com/p/1CfQW
انځور: picture-alliance/AA

پر غزې باندې د اسرائیلو بریدونه ادامه لري. د رپوټونو له مخې په وروستي هوایي برید کې چې د غزې پر سویلي ښارگوټي خان یونس تر سره شوی دی، لږ تر لږه شپږ تنه یې وژلي دي. د فلسطیني سیمي د روغتیا وزارت د ویاند اشرف القېدرا، د وینا له مخې د شنبې په سهار (د ۲۰۱۴م د جولای میاشتې ۱۹مه) په ترسره شوې دغه برید کې ۲۰ تنه ټپیان شوي هم دي. پر غزې د اسرائيلو له لوري د پيل شوو پوځي عملیاتو پر ۱۲ ورځ د وژل شوو فلسطینیانو شمیر ۳۰۳ تنو ته لوړ شوی دی.

د روانې جولای میاشتې له اتمې نيټې څخه د اسرائیلو له لوري د حماس د ډلې پر ضد چې د غزې سیمه کنترولوي عمليات پېل شوي دي. د اسرائيل په وينا له هغې راهيسي یو اسرائیلي عسکر او یو اسرائيلي ملکي وگړی وژل شوي دي. اسرائيل وايي چي دغه عملیات يې له غزې څخه د خپلې خاورې پر لور د توغندیدو د بریدونو د درولو په موخه پيل کړي دي.

د جمعې په ورځ د اسرائیلو لومړي وزیر بینامین نتنیاهو، ویلي وو، چې ده پوځ ته «د ځمکني فعالیتونو د پام وړ پراخیدو» په هکله د چمتو اوسیدو امر کړی دی. د اسرائیلو پوځ ویلي دي چې ۵۳۰۰۰ احتیاطي عسکر د تیارسئ حالت ته راوستل شوي دي.

د فلسطیني کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو ادارې خپل ۳۴ ښوونځي د کډوالو له پاره د سر پنا په توگه پرانیستي دي. دغه ادارې د جمعې په ورځ وویل چې له غزې څخه د کډه شوو کسانو چې د یوه خوندي ځای په لټه کې دي، شمیر په یوه ورځ کې له ۲۲۰۰۰ څخه ۴۷۰۰۰ ته لوړ شوی دی.

د ملگرو ملتونو د خوراک نړیوال پروگرام «ډبلیو اف پي» ویلي دي چې د دوی موخه په غزه کې ۸۵۰۰۰ کسانو ته د خوړو رسول دي. د اسرائیلو له لوري د بریښنا سیمونو ته د زیان اوښتو وروسته غزه د بريښنا له سختې پارچاوۍ سره مخامخ ده.

د ملگرو ملتونو د عمومي منشي د سیاسي چارو مرستیال جیفري فېلتمن، د جمعې په ورځ د دغه سازمان د امنیت شوری په بیړنیو خبرو اترو کې وویل چې په پام کې ده بانکي مون به د شنبې په ورځ له اسرائیلیانو او فلسطینیانو سره د خواخوږۍ په موخه سیمي ته سفر وکړي. د نوموړي مرستیال په وینا دغه سیمې ته به د بانکي مون سفر د تاوتریخوالي د ختمولو او د یوه حل موندلو په برخه کې مرسته وکړي.

امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې د خپل ځان څخه د اسرائیلو د دفاع د حق ملاتړ کوي، خو بارک اوباما دا هم ویلي دي چې واشنگټن «د تاوتریخوالي د لمن د لاپسې پراخېدو او د لا زياتو بې گناه انسانانو د له منځه تلو خطر ته په ژوره توگه اندېښمن دی.»

اروپايي ټولنې په عاجل ډول د یوه اوربند د رامنځ ته کیدو غوښتنه کړې ده او د ډیری شمیر ملکي کسانو د وژل کیدو چې په کې ماشومان هم شامل دي په اړه انديښنه څرگنده کړې ده.