1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر سوريې د وسلو بنديز د راتلونکي په اړه خبري

شمس الرحمن ناصر (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۶, دوشنبه

د اروپايي ټولني د بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کې د یوې غونډي په ترڅ کي تلاښ کوې، دې نتیجي ته ورسیږي چي سوريي ته د دغي ټولني له خوا د وسلو پر پلورولو بندیز ته لا پراختیا ورکړي او که له منځه یوړل شي.

https://p.dw.com/p/18eVS
Free Syrian Army fighters hold their weapons in Raqqa province, east Syria May 12, 2013. REUTERS/Hamid Khatib (SYRIA - Tags: CONFLICT POLITICS CIVIL UNREST) / Eingestellt von wa
Syrien / Rebellen / Freie Syrische Armeeانځور: Reuters

د دغي ټولني دوه ستر پوځي قوتونه جرمني او فرانسه، په کورنۍ جګړه کې ښکیل هیواد سوريي ته د اروپايي ټولني هیوادونو له خوا د وسلو ورکولو د بندیز کمولو پلوي کوي.
په دې توګه به د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم مخالفین بهرنیو وسلو ته لاسرسۍ پيدا کړي.

که څه هم دغه دواړه هیوادونه په عاجله توګه د سوريې رژیم مخالفینو ته د وسلو د رسولو پلویان نه دي، خو بیا هم د دوی دریځ دا دی چي د بندیز په برخه کي د نرمۍ په نتیجه کي به د سوريې د اپوزیسیون او لویدیځوالو دریځ نور هم پياوړی شي. او په دې توګه به د اسد پر رژیم فشار زیات شي.

د دې برعکس د اطریش او سویډن په شمول د دغې اتحاديي یو شمیر نور هیوادونه پر سوريې د وسلو اوسنۍ بندیز پرخپل حال غځول غواړي. د اروپايي ټولني د دپلوماتانو په حواله په دغه اتحاديه کې څلور یا پنځه هیوادونه داسی دي چې غواړي دغه بندیز په مکمل ډول پر خپل حال پاته شي.

بحث پردې باندي کيږي چي وسلې په سوريه کي ثبات ټينگوي که ئې نور هم خرابوي
بحث پردې باندي کيږي چي وسلې په سوريه کي ثبات ټينگوي که ئې نور هم خرابويانځور: Reuters

دغه اروپايي هیوادونه اندیښنه لري، که چيري هغه وسلې چې د رژیم مخالفینو ته ورکول کیږي د تندلارو اسلامي ډلولاسو ته ولویږي کیدای شي هغوی همدغه وسلي د لویدیځو هیوادونو پر خلاف وکاروي.

له همدې امله تر اوسه پوري د واشنګټن چارواکو هم د سوريي مخالفیونو ته د وسلو رسولو په هکله وروستۍ فیصلې ته نه دي رسیدلي.

د اروپايي ټولني له خوا د سوريي په شخړه کې ښکېلو غاړو ته د وسلو د نه ورکولو د بندیز موده د راتلونکي شنبې په ورځ د جون میاشتی پر لومړۍ نیټه پای ته رسیږي.

برتانیې پخوا لا ویلي دي چې که چیري اوسنی بندیز پر خپل حال پاته شي نو لندن به د اروپايي ټولني دا ډول پریکړي ویټو کړي.

د دغه بندیز د غځولو پلوي هیوادونه دا دلیل هم وړاندي کوي چي په اوس وخت کې د سوريي رژیم مخالفینو ته د وسلو رسول به د جون د میاشتي په لومړیو کې د روسيې او امریکا متحده ایالتو په همکارۍ په ژنيو کې پر ترسره کیدونکي کنفرانس باندي منفي اغېزې وشندي. دغه نړیوال کنفرانس د سوريې د کورني جنگ د ختمولو په اړه جوړیږي.

د اروپايي ټولني یو لوړپوړي چارواکي ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ د اروپايي تولني د بهرنیو چارو د وزیرانو د کنفرانس د نتایجو په اړه د کوم خاص بدلون امکان ډير لږ لیدل کیږي.

د دغه دپلومات په خبره د دې امکان زیات دی چي دغه بندیز پر خپل حال پاته شي، او یوازي په دې توپير سره چې د لنډي مودې له پاره به وغزول شي.