1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر روغتيا باندي د اقتصادي بحران ناوړه اغېز

احمد ولي اڅکزی (فريديل)۱۳۹۲ فروردین ۱۳, سه‌شنبه

په اروپا کي اقتصادي بحران د دې سبب گرځېدلی دی چي د يو شمېر اروپايي هيوادونو د اوسېدونکو اقتصادي وضعه مشکله کړي. د يوې نوي څېړنې له مخي اقتصادي بحران په اروپا کي د خلکو د روغتيا د خرابېدو سبب هم گرځېدلی دئ.

https://p.dw.com/p/187wJ
Ärzte-Visite im Krankenhaus Ärzte stehen mit Pflegern am Bett eines Patienten, während der Visite in der Chirurgischen Ambulanz im Allgemeinen Krankenhaus St. Georg in der Hansestadt Hamburg. Aufgenommen am 15. Oktober 1996.
Ärzte-Visite im Krankenhausانځور: picture-alliance/dpa

د بريتانيا د طبي کارپوهانو يوه ځېړنه ښيي چي ملاريا، سيل او يو شمېر نوري هغه ناروغۍ چي په هکله يې فکر کېدی چي د اروپا په ستره وچه کي په لسونو کاله تر مخه له منځه وړل سوي دي، اوس ئې بيا په دغو هيوادونو کي پيښي ثبت سوي دي.

د دغي څېړني له مخي په اروپا کي نه يوازي دا چي د ناروغيو کچه زیاته سوې ده، بلکي پکښې د مړيني کچه هم لوړه سوې ده. په برېتانوۍ طبي مجله The lancet کي خپره سوې دغه څېړنه کي د صحي سيکتور د دغه منفي پرمختگ سبب روان اقتصادي بحران بلل سوی دی.

د راپور له مخي په زياته بيا د اروپا سويلي هيوادونه، لکه يونان او هسپانيا له دغې ستونزي سره لاس و گريوان دي.

د دغي طبي څېړني يو تر سره کوونکی مارټين مېک له دويچه وېله سره په خبرو کي وويل چي اقتصادي بحران د اروپايانو پر صحت منفي اغېز کړی دی. هغه زياته کړه:

«زيات خلک و اړينو درملو او په همدې ډول نورو صحي خدماتو ته لاس رسی نه لري. موږ دغه وضعه د يونان له حالاتو څخه اټکلولای سو.»

د مېک کي په وينا دا چي ناروغۍ زياتي سوي دي یوعلت لري. د هغه په وينا دا ډېره مهمه خبره ده چي د ناروغيو پر علتونو غور وسي:

«تقريباً دوه سوه کاله دمخه لا يوه آلماني ډاکټر او د صحي چارو مشهور کارپوه Rodolf Virchow ويلي ول چي ډاکټران بايد د ناورغيو د اسبابو پلټنه نه، بلکي د اسبابو د اسبابو پلټنه او تلاښ وکړي.»

د مېک کي په خبره ټول هغه کسان چي وايي بايد په اروپا کي د اقتصادي بحران مخه ونيول سي، پر حق دي.

د بې سرحده ډاکټرانو د ټولني غړی Willem de Jonge وايي چي د څېړني له نتيجو سره موافق دی. هغه وايي چي له اقتصادي بحران سره مخامخ اروپايي هيوادونو کي په لوړه کچه په صحي مصارفو کي سپما او کمبود رامنځ ته سوی دی، چي له کبله يې زیات خلک له اړينو درملنو څخه بې برخي دي. نوموړی زياتوي چي د اقتصادي بحران سره مخامخ اروپايي هيوادونه د ناروغيو څخه د مخنيوي زيات پروگرامونه هم د سپما په خاطر درولي چي ډيري خطرناکي پايلي يې رامنځ ته کړي دي. هغه وايي :

«په اتن کي د ۲۰۱۰کال په پرتله د اېډز په وايرس د اخته کسانو په شمېر کي اوس ۱۵۰۰ فيصده زياتوالی راغلی دی. هغه په دې وجه چي حکومت نور په پلازمېنه کي په نشه يي موادو اخته کسانو ته مفتي ستني يا پېچکارۍ نه ورکوي چي مقصد يې د ايډز د خپرېدو مخنيوی وو.»

دغه کارپوه زیاتوي چي په يونان کي له۱۹۵۰کال راهيسي د لومړي ځل له پاره د ملاريا ناروغي تثبيت سوې ده. د هغه په وينا په داسي حال کي چي پخوا دولت د غوماشو يا مچرو د مخنيوي له پاره پر مختلفو ساحو درمل پاشل، اوس يې د سپما له پاره دغه کار بند کړی دی چي له کبله يې غوماشي ډيري سوي دي.

خو دی دا هيله هم څرگندوي چي د راتلونکو ۵ کلنو له پاره زياتي هيلي لري چي بېرته به صحي وضعه ښه سي، په دې شرط که د اقتصادي بحران د ختمولو له پاره پياوړي اقدامات تر سره سي.