1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر داود خان روغتون د برید په موضوع کې ۱۲ افسران ګوښه شوي

۱۳۹۶ فروردین ۱۵, سه‌شنبه

افغان حکومت د دوو جنرالانو په ګډون ۱۲ افسران پر سرادار محمد داودو خان روغتون باندې د برید په موضوع کې په دنده کې د غفلت له کبله له دندو ګوښه کړې دي. څیړني ښيي چې په دې پېښه کې سختي استخباراتي تیروتني شوي وې.

https://p.dw.com/p/2adMG
Afghanistan Angriff auf das Militärkrankenhaus in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

تیره میاشت ولسوالو کسانو چې د ډاکټرانو جامې یې اغوستي وې، په کابل کې پر سردار محمد داود خان روغتون باندي برید وکړ. له برید څخه ځينو ژوندي پاتې شویو کسانو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د روغتون ځينو کارکوونکو او دوو محصلینو له بریدګرو سره مرسته کوله.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي دي چې د پوځي استخباراتو مشر او هغه چارواکی چي د روغتیايي ملاتړ مسوول وو د ګوښه شویو په ډله کې دي او څارنوالي ته معرفي شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند محمد رادمنش، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «هغوی پر روغتون باندې د برید په موضوع کې په دنده کې د غلفت له کبله له دندو ګوښه شوې دي.»

پر سردار محمد داود خان روغتون باندې برید، ډیري پوښتني راپورته کړي دي، ځکه په دې روغتون کې ډیر امنیتي تدابیر په پام کې نیول شوي خو بیا هم بریدګر رغتون ته په ننوتو توانیدلې دي.

د دفاع وزارت دا خبره ردوي چې د روغتون کارکوونکي له بریدګرو سره مل ول. هغوی  په برید کې د وژل شویو کسانو شمیر یوازي ۵۰ تنه ښيي، خو د پیښې ځيني عیني شاهدانو او امنیتي سرچینو بیا د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د وژل شویو کسانو شمیر تر۱۰۰ کسانو پوري رسیدلی.

پر سردار محمد داود خان روغتون باندې د برید پړه ترهګري ډلي داعش پر غاړه واخیسته. خو له بریده یو شمیر ژوندي پاتې شویو کسانو ویلي دي چې د برید ګرو د «زنده باد طالبان» شعارونه ورکول.

هغوی دا هم روښانه کړې ده چې برید کوونکو یوازې د روغتون پر هغې برخې چې د طالبانو ټپیان پکښې ساتل کیدل، برید نه کاوه خو په نورو ټولو برخو کې يې پر وګړو باندي ډزي کولې.