1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پر خوست د ډيورنډ له ها غاړي توغندي توغول شوي»

فريدالله ظاهر۱۳۹۴ فروردین ۶, پنجشنبه

د خوست ولايت چارواکي وايي چي د دغه ولايت پر يوې ولسوالۍ د ډيورند له هاغاړي توغندي توغول شوي او ملکي وگړي يې وژلي دي. دوی ويلي تر اوسه لا روښانه نه ده چي توغندي وسله والو ډلو او که پاکستاني پوځ توغولي دي.

https://p.dw.com/p/1Exha
انځور: Faridullah Zaher

د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ دويچه ويله پښتو ويب پاڼې ته وويل، چي د پنجشبنې په شپه شاوخوا نهه نيمي بجې د دغه ولایت پر علي شېر(تيريزيو) ولسوالۍ د ډيورند له هاغاړي توغندي توغول شوي دي چي مرگ ژوله ئې هم لرله.

د هغه په خبره پر سرحدي سيمو ببرک تاڼه او چرگوټي ١٥ توغندي ويشتل شوي دي. ځدراڼ وايي: «په چرګوټي کې اته توغندي لګېدلي دي، څه تلفات نه لري، په ببرک تاڼه کې توغندي پر درو کورونو لګېدلي دي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٥ وګړي وژل شوي او لس نور ټپيان دي.»

مبارز ځدراڼ زياته کړه چې دا توغندي د ډيورنډ کرښي له هاغاړي را توغول شوي دي، خو نه پوهيږي چې دا کار به وسله والو مخالفانو کړى وي او که د پاکستان پوځ؟ هغه وويل په دې اړه به نور جزئيات تر څېړنو وروسته وړاندي کړي.

د خوست امنيه قوماندان جنرال فيض الله غيرت هم دا پېښه تائيدوي، خو په اړه يې رسنيو ته معلومات نه ورکوي.

که دا خبره معلومه شې چې توغندي د ډيورنډ کرښي له هاغاړي پر افغانستان باندي توغول شوي دي، نو دا به په ۲۰۱۵م کال کې لومړی توغنديي يرغل وي.

په ۲۰۱۴م کال کې د کونړ ولايت چارواکو په وار وار پر سرحدي ولسواليو شېگل او دانگام باندي د په سونو توغنديو د لگېدو خبرونه ورکړل چې ملکي کسان هم پکښي ووژل شول.

خو له هغه وخت راهيسي چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړيکي نوري هم ښې شوي دي د دغه شان توغنديي بريدونو راپورونه نه ول ورکړل شوي وي.