1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر خليلزاد د پيسو سپينولو شک سوی دی

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ شهریور ۱۸, سه‌شنبه

په افغانستان، عراق او ملگرو ملتونو کې د امریکا متحدو ایالاتو پر پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد، باندي د پیسو سپينولو شک شوی دی. د دغه جنجالونو په پایله کې په اتریش کې د خلیلزاد او د هغه د ماينې بانکي حسابونه کنگل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1D98Q
انځور: AP

اتریشي چارواکو ویلي دي چې خلیلزاد چې د یوې نړیوالي مشورتي ډلې بنسټ ایښودونکی هم دی، اوس په عراق او متحدو عربي اماراتو کې د سوداگري معاملو په تړاو د اتریشي چارواکو له خوا تر څېړني لاندي دی.

دغه مسئله له هغه وروسته رسنیو ته راووتله چې یوه بلاگر د ویانا د څارنوال د دفتر په مخکي له کثافتدانۍ څخه یو شمیر اسناد پیدا کړل.

د خلیلزاد امریکایي وکیل ویلي دي چې اتریشي چارواکو له هغه وروسته د خلیلزاد بانکي حسابونه کنگل کړل چې امریکا متحده ایالاتو له اتریش څخه د خلیلزاد د ماينې د بانکي حساب په اړه معلومات وغوښتل.

د اتریش قضایي چارواکو دا خبره تائید کړې ده چې اوس څېړنې د خلیلزاد له خوا د خپلي ماينې حساب ته ۱.۵میلیونه ډالر د استولو په اړه رواني دي. دا خبره هم تائید شوې ده چې تر اوسه پوري پر خلیلزاد باندې په دې تړاو کوم تور لگول شوی نه دی او یوازي څېړني رواني دي.

د خلیلزاد وکیل ويلي دي چې امریکایي چارواکو په هیڅ صورت له اتریشي چارواکو څخه نه ول غوښتي چې د خلیلزاد یا د هغه د ماينې بانکي حسابونه کنگل کړي. هغه زیاته کړې ده چې که څه هم له اتریش څخه یوازي د معلوماتو غوښتنه شوې وه خو یوه څارنوال د نامعلومو دلایلو له مخې د خلیلزاد بانکي حساب کنگل کړی دی.

د امریکا د قضا وزارت ویاند به دې اړه له نظر ورکولو څخه ډډه کړې ده.

ویل شوي دي چې په اتریش کې د خلیلزاد د ماينې بانکي حسابونه د امریکا متحده ایالاتو له خوا د معلوماتو تر غوښتلو لس میاشتي وروسته په فبروري میاشت کې کنگل شوي ول. اوس د خلیلزاد ماينې د دې پریکړي پر وړاندي د استیناف غوښتنه کړې ده.

د خلیلزاد د ماينې وکیل ویلي دي چې دا خبره لا تر اوسه پوري په سمه توگه روښانه نه ده چې امریکايي چارواکو ولي له اتریش څخه د هغه د مؤکلې په اړه معلومات غوښتي دي.

هغه زیاته کړې ده چې د غوښتني له متن څخه داسي ښکاریدل چې امریکا د پیسو سپينولو په تړاو څېړنه کول غوښتل. د هغه په خبره اتریشي چارواکو د دغي موضوع پر وړاندي تر حد زيات غبرگون ښوولی دی او بانکي حسابونه یې کنگل کړي دي.

خلیلزاد په افغانستان کې زېږېدلی دی او لا ډیر ځوان وو چې د زده کړو له پاره امریکا متحده ایالاتو ته ولاړ. هغه بیا وروسته پروفیسور شو او د جورج بوش په دوران کې یې په عراق او افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د سفیر په توگه دنده ترسره کړه.