1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر خطر سربیره کندز ته بیرته ستنیدل

وصلت نظیمی/ جمشید فیاض۱۳۹۴ آبان ۱, جمعه

د طالبانو له لوري د لنډ وخت له پاره د کندز تر نیولو وروسته ډیری خلکو غوښتل چې له دغه ښاره او یا آن له هیواده ووځي. خو داسې خلک شته چې دې ته ترجیح ورکوي چې کوم بهرني هیواد ته د تللو پر ځای خپلو کلیو او بانډو ته وروگرځي.

https://p.dw.com/p/1GtKR
انځور: DW/H. Sirat

حاجي جمال الدین پر خپله پریکړه ټینگ ولاړ دی. هغه وایي: «په هيڅ صورت نه غواړم چې اروپا ولاړ شم». دغه ۶۲ کلن چې له کندز څخه وتلی دی د یوه منځني ښوونځي معلم دی. هغه د لنډ وخت له پاره له خپلې کورنۍ سره کابل ته تللی، تر څو په خپل ولایت کې له نا امنیو څخه لیرې وي. هغه یوازینی کس نه دی چې دغه کار یې کړی دی. زیات شمیر خلک د برکي د بسونو په تمځای کې انتظار باسي چې بیرته خپل ولایت ته ولاړ شي.

د لنډ وخت له پاره د طالبانو له لوري د کندز ښار تر نیولو وروسته، اوس دغه ښار بیرته د افغان حکومت په لاس کې دی، خو دا په دې معنی نه ده چې هلته په بشپړه توگه امنیت ټینگ شوی دی. د کندز په اطرافو کې اوس هم په ځینو ځایونو کې د جگړو رپوټونه ورکول کیږي.

د طالبانو تر وروستیو بریدونو د مخه هم د هیواد دننه بې ځای شوو کسانو په خراب وضعیت کې قرار لاره
د طالبانو تر وروستیو بریدونو د مخه هم د هیواد دننه بې ځای شوو کسانو په خراب وضعیت کې قرار لارهانځور: DW/H.Sirat

د حکومت له لوري کمه مرسته

د کندز تر اشغال د مخه ډیر شمیر د هیواد دننه بې ځایه شوو کډوالو په کابل کې په مؤقتي سرپناوو کې ژوند کاوه. هره ورځ د دغو بې ځایه شوو کسانو سرویسونو د هیواد له شمال څخه تیښته کوله. تر اوسه ۳۰۰ کورنۍ د سوداگرۍ وزارت په مرسته بیرته خپلو ټاټوبو ته ستنې شوي دي. پاتې نور باید هره ورځ د بسونو تمځای ته ورشي او په دې هیله چې په بسونو کې ورته ځای پیدا شي.

هارون د هرې ورځې له پیل سره د حکومت له لوري د یوه تلیفون زنگ ته انتظار باسي، خو تر اوسه هغه ته کوم داسې چانس په لاس نه دی ورغلی. دغه ۲۰ کلن ځوان په حکومتي ادارو کې له فساد څخه خبره کوي او وایي: «د دې پر ځای چې له موږ سره مرسته وکړي، هغوی یوازې هغو کسانو ته زنگ وهي چې قدرت او پیسي لري. هغوی دغه بې ځایه شوي کسان د خیرخانې په سیمه کې په هوټلونو کې ځای پر ځای کوي. موږ دلته له ښځو او ماشومانو سره د سړک پر سر پاتې کیږو.»

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د رپوټ له مخې په وروستیو کې اوونیو کې شا او خوا ۲۰ زره کورنۍ له کندز څخه وتلي او گاونډیو ولایتونو او کابل ته یې پناه وړې ده. د کډوالو د چارو وزیر حسین عالمي بلخي په يوه مطبوعاتي کانفرانس کې وویل: «دغه وزارت د بې ځایه شویو کسانو له پاره اصلا بودجه نه لري. موږ نه شو کولای چې هغوی ته نه د نغدو پیسو، نه د خوراکي توکو نه هم د شپې تیرولو د ځای وړاندیز وکړو.»

طالبانو د سپتمبر میاشتې په وروستیو کې پر کندز ښار یرغل وکړ او د لنډې مودې له پاره یې دغه ښار ونیو
طالبانو د سپتمبر میاشتې په وروستیو کې پر کندز ښار یرغل وکړ او د لنډې مودې له پاره یې دغه ښار ونیوانځور: Reuters

طالبانو په سپتمبر میاشت کې پر کندز حمله وکړه او د څو ورځو له پاره يې کندز نیولی وو. په تیرو څو ورځو کې یو شمیر افغانانو او غیر دولتي مؤسسو په نوښت له بې ځای شویو کورنیو سره مرستې وشوې. هغه کسان چې پر دې ونه توانیدل چې د خپلو خپلوانو کره لاړ شي نو په خپلو نیمه خرابو کورونو کې پاتې شول.

ځینو خصوصي شرکتونو د هغوی له پاره خیمې برابرې کړې او یا دا چې ځینو خلکو بې ځایه شوو کسانو ته په خپلو کورونو کې د اوسیدو اجازه ورکړه. دغسې یو کار د کندهار ولایت اوسیدونکي حکمت الله ښادمن کړی چې د کندز له زیاتو کورنیو سره یې مرسته کړي او په کابل کې یې د بې ځای شوو کسانو له پاره یو لوی کور نیولی دی.

له اروپا څخه ټکان ورکوونکي انځورونه

الهام وایي: «زه پر کندز باور لرم خو په حکومت نه.» دغه د لوړ قد لرونکی او ډنگر هلک ۱۹ کلن دی. الهام چې اصلا نه غواړي افغانستان پريږدي وايي: «مشران له دې شکایت لري چې ځوانان خپل وطن پريږدي. د ولسمشر او اجرائیه رئیس په شمول هغوی باید لومړی خپلې کورنۍ له بهر څخه افغانستان ته راولي، د هغې وروسته دې بیا نورو ته سپارښتنې کوي.» هغه په دې فکر دی چې مترقي ځواک موفقه شي چې ځوانانو ته کار پیدا کړي. هغه زیاتوي: «زه ولې له دې ځای ولاړ شم؟ موږ افغانانو له پاره افغانستان تر ټولو خایسته ځای دی.»

د بې کوره شویو لپاره یوه ښه ژوند نه دی برابر شوی

ثناالله هم په دې نظر دی او وایي: «زما کورنۍ پریکړه کړي چې اروپا ته ولاړه نه شيي» هغه زیاتوي چې: «ما په انټرنیټ کې لیدلي دي چې له کډوالو سره څه ډول چلن کیږي او زیاتره وخت تر سختو شرایطو لاندې ژوند کوي. دغه حالت زما لپاره ویروونکی دی.»

د هیواد دننه بې ځای شوي کسان د مرستو په هیله دي
د هیواد دننه بې ځای شوي کسان د مرستو په هیله ديانځور: DW/H.Sirat

داود چې ۴۴ کلن دی پر خپل ولایت پسې زیات خفه دی. داوود هم د هغو کسانو له ډلې څخه دی چې غواړي خپل ولایت کندز ته ستون شي. هغه ته دا له تصوره ډیر لیرې ده چې له افغانستان څخه ووځي او یو نوی ژوند له سره پیل کړي. هغه وايي: «که چیرې داسې وشي چې بیا طالبان راستانه شي، بیا موږ نه تښتو. وسله رااخلو او له خپل ځان دفاع کوو. موږ جنگیږو. زه په اروپا کې څه وکړم، بهتره ده چې په همدې کندز کې ومرم.»