1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر خالد باندي د بريد په گډه تحقيق کوو

۱۳۹۱ آذر ۲۳, پنجشنبه

افغان او پاکستاني چاروکو موافقه کړې ده، چي د افغانستان د ملي امنيت پر رئيس اسدالله خالد باندي د ځانمرگي بريد په اړه په گډه څېړنه وکړي. افغانستان ويلي ول، چي دغه بريد په پاکستان کي پلان سوی وو.

https://p.dw.com/p/171ZF
President of Afghanistan Hamid Karzai, left, shakes hands with Pakistani counterpart Asif Ali Zardari in Kabul, Afghanistan, Tuesday, July 19, 2011. (Foto: Omar Sobhani, Pool, Reuters/AP/dapd)
Afghanistan Karsai Pakistan Zardari Kabulانځور: dapd

د افغانستان او پاکستان له خپلو لوی درستيزانو سره د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر۱۲) په درکيه کي په يوه درې اړخيزه غونډه کي خبري وکړې. د دغي غونډي يوه موضوع پر اسدالله خالد باندي د بريد په اړه بحث وو.

درو سرو هيوادونو تر خبرو وروسته په يوه گډه اعلاميه کي وويل: «د پاکستان او افغانستان د استازو يوه گډه کاري ډله به د افغانستان د ملي امنيت پر رئيس باندي د بريد په اړه پوښتني گروېږني وکړي.»

دغه کس چي پراسدالله خالد باندي ئې ځانمرگی بريد وکړ، په خپل نېکر کي يې چاودېدونکي مواد تيرکړي ول، او ځان ئې د طالبانو له خوا د سولي د پيغام راوړنکی ښوولی وو.

کرزي ويلي ول، چي دغه کس د پاکستان له کوټي ښار څخه راغلی وو او په دې اړه له پاکستاني چارواکو څخه توضيحات غواړي.

دواړو جمهور رئيسانو د چهارشنبې د ورځي د خبرو اترو په اړه لږ جزئيات ورکړي دي. کله چي له کرزي څخه وپوښتل سول، چي هغه توضيحات چي ئې له خپل پاکستاني سيال څخه غوښتي ول په لاس راوړل؟ وويل :«موږ ښه خبري اتري لرلې او نه غواړم چي په دې اړه جزئيات افشا کړم.»

زرداري په مستقيمه توگه له دې مسئلې څخه ځان وساته او وئې ويل: «دا د پاکستا په گټه ده، چي افغانستان موفق وي.»

تر دغي غونډي وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزيري حنا رباني کهر رويترز خبري آژانس ته وويل، چي کرزي دوی ته ډاډ ورکړی دئ، چي په تيرو څرگندونو کي ئې پاکستان نه دی تورن کړی.

هغې زياته کړې ده، چي دواړه هيوادونه بايد د دغسي حملې د مخنيوي له پاره يو سيستم ولري او نه بايد يو پر بل باندي تورونه ولگوي.

دويچه ويله/ رويترز/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکیم