پر جرمني باندي ترهګر بريدونو ته تياری نيسي
۱۳۸۶ بهمن ۱۹, جمعهاعلان
د آلمان د کورنيو چارو د وزارت مرستيال اوګوست هانينګ وويل: د پاکستان افغانستان د پولي په اوږدو کي د ترهګري ډلي مشرانو دا پرېکړه کړې، چي د آلمان په اتحادي جمهوريت کي چاودني تر سره کړي.
د جرمني د جنايي جرمنو د ادارې او د قانون ساتني د تشخيص له مخه افغانستان ته د آلماني ځواکونو لېږل ددې سبب ګرځېدلي چي جرمني د بريد کونکو هدف وګرځي. بنسټپال به آلماني مسلمان و دې ته و ګماري چي ځان وژني وروښي.
د تيرکال د سپتمبر په مياشت کي د جرمني پوليسو په زاورلنډ کي د ترهګرو يوه شکمنه ځاله د مينځه يوړه او درې تنه شکمن يي ونيول.