1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر جاپان د اتمي برید کلیزه لمانځل کیږي

۱۳۹۰ مرداد ۱۵, شنبه

امريکا يوازنی هېواد دی چې اټومي بمونه يې په جنګ کي استعمال کړي. په داسې حال کې چې بارک اوباما د اټومي وسلو څخه د يوې پاکې نړۍ په هکله خبرې کوي دغه موضوع د هغه له پاره ډیره حساسه ده.

https://p.dw.com/p/12CCV
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AP

کله چې اوباما جاپان ته سفر وکړ، ده نهْ له هيروشيما او نه له ناګازاکي څخه ليدنه وکړه. د مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې ورڅخه پوښتنه وشوه چې آيا دی شپږ شپېته کاله پخوا د اتومي بمونو استعمال سمه پرېکړه ګڼي، خو ده سم جواب ورنه کړ او خبرې يې بلې خوا ته بوتلې. هغه وویل:

«زما د پاره به د ډېر وياړ ځای وي که زه له دغو دواړو ښارونو څخه ليدنه وکړم. دا به زما لپاره يوه ډېره مهمه پېښه وي.»

اوباما زياته کړه چې تر اوسه يې لا د سفر کوم دقيق پلان نه دی جوړ کړی. دا په داسې حال کې چې اوباما په لومړي ځل په ۲۰۱۰ کال کې په جاپان کې ياد مراسمو ته د متحده آيالتونو د حکومت يو رسمي استازی لېږلی و.

تر اوسه پورې هيڅ کوم امريکايي ولسمشر په خپله دوره کې له دواړو ښارونو څخه ليدنه نه ده کړې. ريچارد رودس چې د اتومي بمونو د يادې پېښې په اړه يې يو کتاب ليکلی، وايي چې که اوباما دواړو ښارونو ته سفر وکړي نو محافظه کار سياستوال او راي ورکونکي به خپل مخالفت څرګند کړي.

ځکه چې ګڼ شمېر امريکايان ښايي دغسې يو سفر پر خپلې ګناه اعتراف وګڼي. دغه وګړي بيا په دې اند دي چې د دغې پېښې له امله بخښنه غوښتل نه دی پکار.

ليکوال رودس وايي چې د اتومي بم استعمال د هوايي ځواکونو له لوري د بريدونو په څېر د متحدينو د امکاناتو څخه شمېرل کېده، ځکه چې غوښتل يې د لومړۍ نړيوالي جګړې په څېر د مخامخ جنګ مخه ونيسي. بل علت دا ؤ چې غوښتل يې د جاپانيانو له لوري پر پيارل هاربور باندې د بريد له امله غچ واخلي.

جېکوب هورنبېرګر چې د آزادۍ د راتلونکې په نوم د يو بنسټ مشر دی د اتومي بمونو استعمال په نړۍ کې يو تر ټولو خراب جنګي جنايت بولي.

هغه وايي چي د دې لپاره چې یو هیواد خپل عسکر وساتي، بايد ملکي وګړي قرباني نه کړي. حکومت بايد د ده په وينا هيڅکله دا کار نه وای کړی چې له دې امله بايد له جاپانيانو څخه بخښنه وغوښتل شي.

شپاړس کاله وړاندې، کله چې د هيروشيما او ناګازاکي پر ښارونو باندې د اتومي بمونو د غورځولو پنځوسمه کاليزه وه، په واشينګټن کې د فضايي او هوايي الوتنو موزيم غوښتل چې د هغې الوتکې تر څنګ چې اتومي بمونه يې غورځولي وو، له جاپان څخه هم ځيني شيان نندارې ته وړاندې کړي. په دغو شيانو کې هغه ساعت هم راغلی و چې پر هيروشيما باندې د اتومي بم د پرېوتلو پر مهال درېدلی ؤ او د بريد وخت، يعنې پنځه لس باندې اته بجې يې ښودلې.

خو له دغه کار سره د هوايي ځواک پخوانیو عسکرو مخالفت څرګند کړ. عسکرو نه غوښتل ترڅو داسې يو شی نندارې ته وړاندې شي، چې د بم ورانونکې او تباه کونکې اغېزې هم ښېي. په پای کې د پخوانو عسکرو خبره ومنل شوه او يوازې د الوتکې ځينې برخې او له عسکرو سره ثبت شوې مرکې په نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوې.

آژانسونه/ نسیم صابر
کتونکی: مسعود جهش