1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر بريتانيا باندي د بنديانو د ساتلو په برخه کي نيوکه

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۰, چهارشنبه

ولسمشر کرزي د سه شنبې په ورځ یو ځل بیا پر امریکایي او بریتانیاوی ځواکونو باندې تور ولگاوه چې په افغانستان کې غیر قانوني زندانونه لري. په وروستیو وختونو کې د ولسمشر کرزې او امریکا متحده ایالاتو اړیکې ترینگلي شوې دي.

https://p.dw.com/p/1BrY0
انځور: Getty Images

ولسمشر کرزي په دې اړه د څیړنو له پاره یو افغان کمیسیون په دنده گومارلی وو. د دغه کمیسیون مشر جنرال غلام فاروق بارکزي ویلي دي چې هغوی د کندهار په هوایي ډگر کې د بریتانویانو له خوا ساتل کیدونکي شپږ بندیان او په هلمند کې د همدې هیواد په باستین کمپ کې ۱۷ افغان بندیان موندلي دي. دغه افغان چارواکي ویلي دي چې د امریکايي ځواکونو په زندانونو کې کوم افغان بندی نه دی موندل شوي، خو نیوکه یې کړې ده چې په اصل کې باید دغه زندانونه هیڅ وجود و نه لري.

بهرنیو ځواکونو تر اوسه پوري په زرونو افغان بندیان افغانانو ته سپارلي دي چې یو شمیر یې بیا د افغان حکومت له خوا آزاد شوي هم دي.

بریتانیایي ځواکونو په یوه بیانیه کې ویلي دي چې «دغه کسان د افغان چارواکو د غوښتني پر اساس په هغه صورت کې په بند کې ساتل کیږي چې سرتیرو او ملکیانو د وژني او یا هم ټپې کولو له هڅو سره د هغوی د تړاو په اړه شواهد موجود وي.»

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاندې ایلیسا سمیت، هم په یوې بیانیه کې ویلي دي چې په افغانستان کې د دې هیواد حکومت او د سره صلیب کميټه د ټولو هغو ځایونو په اړه معلومات لري چې د امریکایي ځواکونو له خوا د ساتن ځایونو په توگه کارول کیږي.

دا د ولسمشر کرزي او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د اړیکو د ترینگلي کیدو وروستۍ بېلگه ده. ولسمشر کرزي تر اوسه پوري له واشنگټن سره د هغه امنیتي تړون له لاسلیکولو څخه ډډه کړې ده چې له مخې یې په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم امریکایي ځواکونه میشتېدلای شي.

واشنگټن اوس د دې تمه لری چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر به دغه تړون له هغوی سره لاسلیک کړي. خو لا تر اوسه پورې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو گټونکی روښانه نه دی او داسې ښکاري چې ټاکني دې دویم پړاو ته وغځیږي.

کرزي تل په افغانستان کې د امریکایي او بریتانیایي ځواکونو پر زندانونو باندې نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې دا د افغانستان پر ځمکني خپلواکي باندې تیری دی.

کرزی په داسې حال کې د بریتانیایي او امریکایي ځواکونو له خوا د زندانیانو پر ساتلو باندې نیوکه کوي چې تر دې مخکې په دې اړه افغان حکومت له بهرنیو ځواکونو سره یو تړون هم لاسلیک کړی دی. د دې تړون له مخې په افغانستان کې میشت بریتانیایي سرتیري کولای شي چې د ۹۶ ساعتونو له پاره بندیانو له ځان سره وساتي. خو په تړون کې دا خبره هم راغلې ده چې په ځینو خاصو مواردو کي دغه ځواکونه کولای شي چې تر دې د ډیر وخت له پاره هم له ځان سره افغان بندیان وساتي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي: «که څه هم د ولسمشر له خوا فرمانونه صادر شوي دي چې بهرنیان باید په افغانستان کې د افغانانو له پاره زندانانونه و نه لري، خو دغه ځواکونه بیا هم افغانان نیسي او په زندانونو کې یې اچوي.»

د سه شنبې په ورځ بارکزي له بریتانیايي ځواکونو څخه وغوښتل چې په خپل بند کې افغانان په عاجل ډول افغان حکومت ته وسپاري. دغه افغان چارواکي زیاته کړه چې دغه بندیان له څو اوونیو څخه نیولې بیا تر ۳۱ میاشتو پوري د بریتانیاوي ځواکونو په بند کې پاته دي.

بارکزي ویلي دي: «ټول بندیان باید په هغو سیمو کې افغانانو ته وسپارل شي چې دوی پکښې نیول شوي دي. تر دې وروسته به د سیمې قضايي چارواکي د هغوی په اړه پریکړه وکړي چې ایا آزاد یې کي او که يې په بند محکوم کي.»

تر دې مخکې امریکایي ځواکونو د بگرام زندانيان افغانانو ته سپارلی ول، چې ولسمشر کرزي ورته د طالبانو د فابریکې خطاب کړی وو.