پر ایران نوي بندیزونه لگول شوي دي
۱۳۹۱ تیر ۲۳, جمعهاعلان
د امریکا متحده ایالاتو پر ایران باندې نوې بندیزونه لگولي دي او یو شمیر هغه شرکتونه چې گمان کیده د ایران د دولت له پاره ئې کار کوه په تور لست کې نیولي دي. دغه نوي بندیزونه چې د پنجشنبې په ورځ اعلان شول د ایران د ملي ټانکرونو په نوم په یوه شرکت لگول شوي دي.
پر دې سربیره متحده ایالاتو پر یو شمیر هغو سازمانونو هم بندیزونه وضع کړي دي چې پر هغوې د ایران د اتومي او توغندیو د میزایلو په پروگرام کې د ونډې اخیستو گمان کیده. لویدیځ هیوادونه پر ایران تور پوري کوي چې په پټه د اتومو وسلو د جوړولو هڅې کوي، خو ایران بیا تل دغه تورونه ردوي او وایي چې د دوي اتومي پروگرام د سوله ییزو موخو له پاره دئ.