1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر اسراييلو باندي د امريکا او اروپا لخوا نيوکي ډيريږي

۱۳۸۸ اسفند ۲۷, پنجشنبه

نه يوازي د ملګرو ملتو د اسراييلو د کورونو د جوړول د پروژې په اړه ډير سخت الفاظ استعمال، بلکه د غربي حکومتي مشرانو هم چه تر اوسه ورته د اسراييلو د طرفدارنو په سترګه کتل کيدل په ښکاره ډول انتقادونه کړي دي...

https://p.dw.com/p/MVjj
په شرقي بيت المقدس کي د اسرايلو د کور جوړولو پروژه
په شرقي بيت المقدس کي د اسرايلو د کور جوړولو پروژهانځور: AP

د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل مثلأ د سولي د خبرو په پروسه کښي د يوې سختي ضربې څخه خبري کړي دي . او د امريکا خارجه وزيري هيلاري کلينتن داسي غيرمعمولي برخورد ښکاره کړی ، چه ډير ناظرين حتی ددواړو هيوادو په منځ کښي د يوه بحران څخه خبري کوي .

يوازي د اسراييلو دا سمبوليک عمل لا ددغه ډول عکس العملو ښکارندوی ؤ . د امريکاد متحده ايالاتود جمهوررييس معاون جو بايدن پر حق باندي ډير په قهر ؤ ،ځکه اسراييلو همدادده د سفر، په سيمه کي د سولي د پروسې د بيرته راژوندی کولو پر وخت ، په شرقي بيت امقدس کښي د نوو کورونو دجوړولو اعلان وکی . او تر هغه وروسته چه فلسطينانو ددغه عمل په مقابل کي د اسراييلو سره د غيرمستقيمو خبرو لغؤ کيدل اعلان کړل ، واشنګټن هم سمدستي د منځني ختيځ دپاره د جورج ميتڅچل د منځګړيتوب سفر لغؤ کی . او دا ښکاره ده چه د بارک اوباما د ادارې دغه قدم د اسراييلو په مقابل کي د يوه احتجاج معنی درلوده ، او نه د فلسطينانو په مقابل کي .خو داچه اوسنی بحران به د امريکا د منځني ختيځ په سياست کښي اساسي تغير راولي ، د هغه امکان ډير لږ ښکاري .

دواړه هيوادونه د ستراتيژيکي ګټو په خاطر يو بل ته مجبوره دي . دواړه هيوادونه د تقريبأ عين اسلامي او ترهګري خطر سره مخامخ دي ، او د کلتوري او جهان بينۍ د لحاظه هم دواړه هيوادونه يو دبل سره ډير نژدې دي ، او همدارنګه په امريکا کښي د اسراييلوسره ډيره همدردي موجوده ده . ځکه نو د امريکا خارجه وزيري هيلاري کلينتن تر هغه وروسته په ښکاره ډول بيان کړل ، چه د امريکا او اسراييلو تر منځ ډير نژدې او نه خرابيدونکي روابط په هيڅ صورت تر سوال لاندي نه راځي .همدارنګه د اسراييلو سره د جرمني د صدراعظمي انګيلا ميرکل په همدردۍ او نژدېکت کښي نبايد شک موجود وي . هغه اوس په تاريخي لحاظ هم د جرمني ددولت يو جزء ګرزيدلی دی .

خو سربيره پر دې بايد اسراييل د خپلي علاقه مندی په خاطر دې ته پام وکي ، چه په بين امللي سطح يوازي او منزوي پاته نسي .

دا ضروري ده چه اوس د فلسطينانو په مقابل کي د تاريخي مساوات څخه کار واخيستل سي ، تر څو په طويل المدت کښي يو مطميين حالت رامنځته سي . ددې کارپه خاطر بايد ژر تر ژره د سولي خبري بيرته شروع سي . او نبايد بيا داسي شرايط او فضأ رامنځته سي ، چه همدااوس يې لا هر ډول نژدې کيدل ناممکنه کړي دي . په خپله ګټه د سرحدي کرښو مخته کيدل ، او د يهودي ناقلينو دپاره د کورونو جوړول نه يوازي د بين امللي حقوقو خلاف عمل دی ، بلکه هغه د فلسطينانو دپاره د ژوندانه ساحه تنګوي ، او پدې وسيله افراطيت ته لمن وهل کيږي .

اسراييل کولای سي يو منطقوي امنيت هغه وخت رامنځته کي ، تر څو خپل څنګ ته د مساوي حقوقو درلودونکی يو فلسطيني دولت وزغمي .

ددې کار په خاطر بايد نور د ناقلينو دپاره کورونه جوړ نسي . خو يوازي دا هم په هيڅ صورت د سولي د لاري خنډ ندی ، بلکه د فلسطينانو ، خصوصأ د غزې په تراډه کښي د سازش او روغي جوړي دپاره هم تياری وجود نلري . ځکه نو بايد دواړه خواوي د سولي د راوستو دپاره نه يوازي تياری، بلکه اراده هم ولري ، او پدې لار کښي بين امللي ټولنه او د امريکا متحده ايالات خپل فشار وارد کي . په غير د هغه به په سيمه کښي بيا د مسلحانه شخړي رامنځته کيدل فقط د وخت خبره وي .

Sollich, Rainer/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل