1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پرینکا ولې بخښنه وغوښته؟

۱۳۹۵ مهر ۲۷, سه‌شنبه

د بالیوود سینما مشهوري لوبغاړې پرینکا چوپوړا، د دوشنبې په ورځ د خپل یو انځور له کبله چې د یوې مجلې پر پوښ چاپ شوی وو، بخښنه وغوښته. د دې انځور د خپریدو په خاطر پر هغې باندې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو نیوکې کړې وې.

https://p.dw.com/p/2RMgD
Cover Conde Nast Traveller Priyanka Chopra
انځور د «کندي نست مسافر» مجلېانځور: Conde Nast Traveller

د پرینکا یو انځور د «کندي نست مسافر» مجلې پر پوښ باندې چاپ شوی وو. په دې انځور کې پرینکا یو کمیس اغوستی چې ورباندې د «کډوال، پناغوښتونکی، بهرني او سفر کوونکي» کلمې لیکل شوي دي. نیوکې ځکه پاریدلي دي چې پر کمیس د لیکل شویو کلمو له ډلې څخه د «کډوال، پناغوښتونکي او بهرني» پر سر سره کرښه راکښل شوې ده، او یوازې د سفر کوونکي کلمه همداسې پریښودل شوې.

د «کندي نست مسافر» مجلې دغه انځور د اکتوبر پر اوومه نیټه نیټه د خپل تویتر پاڼې له لارې له دې عبارت سره خپور کړ: «واضح او بې ډاره، پرینکا چوپړا زموږ د مجلې د شپږمې کلیزې په مناسبت خپل نظر وړاندې کوي. ولي موږ سفر کوو.»

د پرینکا پر کمیس باندې لیکل شوي عبارت په ټولنیزو رسنیو کې سختې نیوکې راوپارولې. کاروونکو نیوکه کړې چې پریکا هغو کسان له پامه غورځولي دي چې د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

خو پرینکا وایي چې له دې عبارت څخه غلطه معنی اخیستل شوې ده. هغې ویلي دي چې د دې کمیس له عبارت څخه هدف د تعصب پر ضد مبارزه وه: «د کندي نست مسافر مجلې دغه کمیس زما له پاره جوړ کړ او له ما یې وغوښتل چې هغه پر تن کړم. هغوی ویل چې غواړي د تبعیض پر ضد مبارزه وکړي چې اوس یوه لویه ستونزه ده.»

هغې زیاته کړې ده: «نو د هغوی مفکوره همدا وه، او ما هم ورسره ومنله. زه له دې کبله بخښنه غواړم چې د خلکو احساس ته مې صدمه رسولې ده. خو هغه څه چې دې مجلې غوښتل وکړي، په اصل کې ښه وو.»

تیر کال اروپا او ټوله نړۍ د کډوالو له یوه لوی بهیر سره مخامخ وه. ډیری کسان د جګړو او ناامنیو له کبله د خپلو هیوادونو پریښودو ته اړ شوی دي. د تویتر ټولنیزې پانې یوه کارکوونکي د پرینکا چوپړا د انځور په اړه ویلي وو: «دا د کډوالو د یوه کړکیچ پر مهال یو ډیر بې احساس کار دی. هغه څه ته چې تا پرې سره کرښه ایستلې ده، خلک اړ کیږي.؟»

مجلې هم د دې انځور په اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده او ویلي یې دي چې هدف یې د دې خبرې پر ضد غږ پورته کول وو چې د نړۍ په ډیرو برخو کې مسافرو ته د کډوالو په سترګه کتل کیږي.