پرويز مشرف غواړي بيرته سياست ته راوګرزي
۱۳۸۹ مهر ۹, جمعهمشرف نن جمعه د BBC د راډيو سره په مرکه کښي وويل ، چه غواړي د 2013 کال په پارلماني انتخاباتو کښي برخه واخلي .
دغه 67 کلن سياستمداره چي د 2008 ميلادي کال په اګست کښي د مخالفينو د فشارله کبله استعفأ ته مجبوره سوی ؤ ، او د هغه راهيسي په لندن کښي په مهاجرت کښي ژوند کوي ،غواړي د ګرده پاکستان د مسلمانانو د ليګ – All Pakistan Muslim League په نامه حزب ډير ژر جوړ کي .
مشرف علاوه کړه ، چي دی به د 2013 ميلادي کال دمخه لا پاکستان ته بيرته ولاړ سي ، حتی که دی هلته د محکمې لخوا د خيانت په تور احضار هم سي .
مشرف نورو خطرو ته هم اشاره وکړه ، او د هغې جملې څخه د اسلامسټانو خطر ته . دده د جمهوري رياست په دوره کښي ، دوه واري اسلامسټانو کوښښ وکی ، دی مړ کي .
مشرف په 1999 ميلادي کال کښي د يوې داسي کودتا د لاري قدرت ته ورسيدی ، چه ويني پکښي ونه بهيدې ، او تر 2008 ميلادي کال پوري يې د نظامي او دولتي رهبر په حيث پاکستان رهبري کی .
آژانسونه : محمد قاسم نوري
کتونکی : عبدالباري حکيم