پرويز مشرف د بې نظير بوټو په قتل تورن شو
۱۳۹۲ مرداد ۲۹, سهشنبهڅارنوال محمد اظهر خبريالانو ته د پنجشنبې په ورځ وويل چې د مشرف په وړاندې بايد محاکمه تر سره شي. په نوموړي باندې په روالپنډۍ ښار کې د قتل، د وژلو د توطيې او قتل ته د لارې هوارولو تورونه ولګول شول. دغه تورونه په يوه محکمه کې ولوستل شول چې مشرف په کې هم حاضر و.
۶۹ کلن مشرف په ۱۹۹۹ کال کې د يوې کودتا له لارې چې وينه په کې توی نه شوه، واک ته ورسېد او په ۲۰۰۸ کال کې له واکه وپرځېد. د مشرف مدافع وکيلانو وويل چې نوموړی پخوانی کوماندويي سرتېری په هغه باندې لګول شوي ټول تورونه ردوي. کله چې مشرف د محکمې مخکې راڅرګند شو، نو هيڅ خبرې يې ونه کړې. د ده قضيه اوس د اګست تر ۲۷ مې نېټې پورې وځنډول شوه.
د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره بوټو د ۲۰۰۷ کال د دسمبر په ۲۷ مه نېټه په روالپنډۍ کې د خپل انتخاباتي کمپاين په ترڅ کې په ډزو ووژل شوه، چې هيچا په رسمي ډول د دغه قتل او ځانمرګي بريد مسووليت پر غاړه وانه خيست. د مشرف پر مشرۍ حکومت د بوټو وژلو تور پر پاکستاني طالبانو باندې ولګاوه. پر دغه حکومت باندې تور لګول شوی و چې د بوټو د حفاظت په برخه کې کافي مرسته نه کوي.
مشرف د اپريل له ۱۹ مې نېټې راهيسې نظربنده دی. چارواکو وويل چې د مياشتې په پيل کې د ده په وړاندې د مرګ جدي ګواښونه شوي ول چې له کبله يې دی محکمې ته نه شو حاضرېدای. له کله راهيسې چې نوموړی په خپله خوښه له تبعيد څخه بېرته خپل هېواد ته ستون شوی دی، پر ده باندې وروستۍ حقوقي دعوه د بېلابېلو دعوو په لړ کې يوه ده چې دی ورسره مخامخ دی.
د بوټو د قضيې تر څنګ مشرف همداراز د قاضيانو پر بندي کولو او د يوه بلوڅ ملتپال سياستوال پر وژلو تورن دی. د نواز شريف په مشرۍ د پاکستان نوی حکومت وايي چې دغه پخوانی واکمن دې د خيانت او اساسي قانون ته د نه دروناوي په تورونو هم تورن شي. د نواز شريف حکومت په ۱۹۹۹ کال کې د مشرف له خوا پرځول شوی و.