1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پرنس له افغان ماشومانو سره مرسته کوله»

آژانسونه/ ا.ا۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۷, جمعه

مشهور امریکايي ستوري پرنس تر مرګ مخکي د افغان يتيم ماشومانو سره په زرونو ډالره مرسته کړې وه. دا خبره د ماشومانو د ملاتړ يو سازمان کړې ده.

https://p.dw.com/p/1Ij7X
انځور: Reuters/L. Jackson

د پارسا په نوم يو مرستندويه سازمان ويلي دي چي نامتو امریکايي سندرغاړي او موسيقي جوړونکي پرنس تر خپل مرګ مخکي له افغان ماشومانو سره په زرونو ډالره مرسته کړې وه. دغه مرستندويه سازمان په افغانستان کي د زخمي او معيوب کسانو د درملني او روغتیا له پاره کار کوي.

ياد سازمان د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۶ کال د می ۵مه نېټه) په يو پيغام کي ويلي دي چي د پرنس له خوا ورته د لېږل سوو پيسو په مرسته يې د څارندويو يا سکاؤټس هغه مشران روزلي چي اوس تر ۲۰۰۰زياتو افغان ماشومانو مراقبت کوي. په دغو ماشومانو کي يتیمان هم شامل دي.

د پارسا سازمان رئيسي مارني ګُستافسون، د فرانې خبري آژانس ته ويلي دي چي پرنس د دوی سازمان ته د مشهوري امريکايي مرسته کوونکې مېرمني بېتي تيسدېل له خوا متوجه سوی وو.

د ۱۵۰۰۰ ډالرو چېک

بېتي تيسدېل هغه مېرمن ده چي د ويټنام په جګړه کي يې له سايګون څخه ۲۰۰ يتيم ماشومان په الوتکه کي له ځان سره بېولي ول. دغي مېرمن په ۲۰۱۰م کال د ۸۷ کالو په عمر افغانستان ته سفر وکړ.

د پارسا سازمان رئيسه ګُستافسون، وايي چي تيسدېل ته يې هغه زړه ودانۍ ور وښودله چي دوی غوښتل د څارندی يا سکاوټس د مشرانو د روزني له پاره يې تياره کړي.

ګُستافسون ويلي دي، کله چي تيسدېل له افغانستان څخه بېرته امريکا ته ولاړه نو يې ورته په ناڅاپه توګه د ۱۵۰۰۰ ډالرو چېک ورولېږه. ويل سوي چي د پيسو دغه چېک د سندرغاړي پرنس له خوا ورکړل سوی وو. ګُستافسون، ويلي دي چي تر لومړي چېک وروسته پرنس د دوی سازمان ته ۶۰۰۰ ډالره نوري هم ولېږلې.

پخپله تيسدېل هم د پارسا سازمان دا خبره تائيد کړې ده چي د پرنس له خوا ورسره مرسته سوې وه. د هغې په وينا پرنس چي به کله بسپنې ورکولې او يا به يې له مرستندويو سازمانونو سره مرستي کولې، نو د هغه په تړاو به يې خاموشي اختياره کړې وه.

د تيسدېل په وينا پرنس خپل کومکونه په پټه کول. ګُستافسون، ويلي چي د پرنس تر مرګ وروسته يې دغه موضوع ځکه راپورته کړه، چي په دې توګه له لوېدلي ستوري څخه مننه وکړي.

د امريکا متحدو ايالاتو د پاپ موسيقۍ دغه مشهور او محبوب ستوری د ۲۰۱۶م کال د اپريل مياشتي پر ۲۱مه نېټه په ۵۷ کلنۍ له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړې.

اټکل کيږي چي د پرنس جايداد به په سونو ميليونو ډالره ارزښت ولري. هغه تر خپل مرګ دمخه وصيت و نه کړ، چي شتمني يې چا ته ورکول سي.