پرتگال: په راتلونکي مېلادي کال به لا زياته سپما وکړو
۱۳۹۱ شهریور ۱۸, شنبهد يورو پول واحد غړی هيواد پرتگال به په راتلونکي مېلادي کال کي د عامه گټي په سيکتور او دولتي لگښتونو کي لا زيات کموالی راولي. دا خبره د نوموړي هيواد لومړي وزيرPedro Passos Coelho کړې ده. لومړي وزير په يوه تلويزيوني وينا کي زياته کړې ده چي د عامه گټي او دولتي کارگرو تر څنگ به په خصوصي سيکتور کي په معاشونو کي د ټولنيزي بيمې ماليه زياته کړل سي.
لومړي وزير ويلي دي چي په بدل کي به د شرکتونو ماليې راټيټي کړای سي تر څو هغوی د روزگار له پاره نوي مواقع رامنځ ته کړي. د نوموړي په وينا پرتگال نه سي کولای چي د سپما هغه ژمني ماتي کړي چي د اقتصادي مرسته کوونکو هيوادونو سره ئې کړي دي. پرتگال د يورو پول واحد هغه غړی هيواد دئ چي د اقتصادي بحران سره مخامخ دئ. دغه هيواد د اروپايي ټولنې او نړیوال وجهي صندوق څخه د ۷۸ ملياردو يورو اقتصادي مرستې تر لاسه کړي دي.