پرتګال د سپما په پروګرام کې بدلون را وست
۱۳۹۱ مهر ۱۳, پنجشنبهاعلان
په ډیر پوروړې هیواد پرتګال کې حکومت هغه وخت د سپما په اړه خپل پروګرام بند کړ چې په دغه هیواد کې د هغه پر ضد سختې مظاهرې وشوې. په دې ډول د لزبن حکومت په ټولنیزو برخو کې له سپما څخه تیر شو.
خو د هغه پر ځای به د مالیې د لوړولو هڅه وکړي چې د پیسو د لاس ته راوړلو له پاره د نړیوال وجهي صندوق غوښتنې پوره کړي. د دغه هیواد د مالیې وزیر ویتو ګسپر، اعلان وکړ چې پر معاشونو او د خلکو پر سرمایو باندې به مالیه ډېره نه شي.