1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پخپله خوښه ستنېدونکو مهاجرو سره اضافي مرستي

۱۳۹۵ بهمن ۱۳, چهارشنبه

د جرمني حکومت غواړي له هغو مهاجرو سره چي پخپله خوښه خپل هيواد ته بيرته د ستنېدو پريکړه کوي اضافي مرستي وکړي. دغه پروگرام د «پيل اضافي مرستي» په نامه پيليږي.

https://p.dw.com/p/2WlXt
Afghanistan abgeschobene Flüchtlinge aus Deutschland kommen in Kabul an
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير ويلي دي چي په دې پروگرام (د پيل اضافي مرستو) سره به د پخپله خوښه ستنېدونکو پناه غوښتونکو شمېر د پام وړ زيات سي.

هغه ويلي دي: «په ځانگړې توگه هغه پناه غوښتونکي چي په جرمني کي د پاتېدو چانس نه لري، تر اخراج پخپله خوښه ستنېدو لار غوره ده.»

د «پيل اضافي مرستي» په نوم دغه پروگرام دوه ډوله دئ. يو ډول ئې دا دی چي هغه پناه غوښتونکی چي د پناه غوښتني پروسې تر بشپړېدو مخکي بيرته خپل هيواد ته د ستنېدو پريکړه وکړي او خپل د پناه غوښتنليک بيرته واخلي ۱۲۰۰ يورو ورکول کيږي.

دوهم ډول ئې دا دی چي هغه پناه غوښتونکي ته ۸۰۰ يورو ورکول کيږي چي د رد جواب په ترلاسه کولو سره له دعوا کولو څخه ډډه وکړي.

دغه پروگرام ته د جرمني حکومت د ۲۰۱۷م کال له پاره ۴۰ ميليونه يورو ځانگړي کړي دي.

دغه پيسې هرچا ته نه ورکول کيږي

دغه مرستي له ۱۲کلنۍ پورته پناه غوښتونکو سره کيږي. د سوء استفادې د مخنيوي له پاره د هغو هيوادونو شمېر محدود دی چي وگړي ئې کولای سي له دغه پروگرامه گټه واخلي. د بېلگې په توگه د لویدیځ بالکان هيوادونو له وگړو سره دغه مرستي نه کيږي.

په برلين کي د جرمني د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي د دغه پروگرام څخه د استفادې یو شرط دا هم دی چې بیرته ستیدونکی مهاجر خپله مالي امکانات و نه لري.

دغه نور پروگرام په اصل کي د «REAG/GARP» پروگرام بشپړه وي چي له ډېري مودې راهيسي د بيرته ستنېدونکو مهاجرو لگښتونه برابره وي.

نور مطالب: