1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پتنگ: په پوليسو کي د تصفيې پروسه پيل سوې ده

۱۳۹۱ مهر ۳, دوشنبه

د افغانستان د کورنیو چاو وزارت وايي، چي د یوه نوي پلان له مخي ئې د ټولو پولیس سرتیرو په لیکو کي د طالبانو د خواخوږو د موندلو له پاره کار پیل کړی دئ.

https://p.dw.com/p/16DC5
انځور: Getty Images

په روان کال کي د افغان امنيتي ځواک له مینځه پر ناټو ځواکونو وسله وال بریدونه په بې ساري توگه زیات شوي دي.
رسمي ارقام ښيي چې په دغه شان ۳۲ بریدونو کي نزدې پنځوس تنه بهرني سرتیري وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر جنرال مجتبی پتنگ چي د دندې له پیل څخه ئې یوازي څو ورځي تیریږي د یکشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د سپتمبر۲۳) په کابل کي خبریالانو ته وویل چي له ایساف ځواکونو سره ئې په گډه داسي پلان جوړ کړی دئ چي له مخي ئې ټول پولیس سرتیري له یوه سره وڅیړل شي، او هغه څوک مشخص شي چې له زورپالو سره اړیکي لري.

د ښاغلي پتنگ په وینا، د پیژندگلوۍ د دغي پروسې له پاره د امریکا دولت ورته یو لړ پرمختللي څارونکي وسائل هم ورکړي دي.

له دغو وسائلو څخه د هغو سرتیرو د ریښتیا او دروغ ویلو په معلومولو کي کار اخیستل کیږي چي د تحقیق پر مهال ئې څېړونکي ډلي ته وايي. د کورنیو چارو وزیر وایي، چي دوی له دغه شان بریدونو څخه اندیښمن نه دي:

«په دې برخه کي زموږ کشفي او تحقیقاتي ډلي کار کوي، چي د موجودو وسايلو په کارولو سره دا پروسه بشپړه کړي، دا چي دا ډول بریدونه زیات شوي دي موږ ته د اندیښنې وړ خبره نه ده، حکومت خپل تدابیر ټینگ کړي دي او یو لړ مهم پلانونه د پلي کیدو په درشل کې دي.»

د کورنیو چارو وزیر دا و نه ویل چي په دوست-دښمن بريدونو کي ښکېل سرتیري څرنگه کولای شي د پوځ په لیکو کي په هوښیارانه توگه خپل بهرني همکاران په نخښه کړي.

خوانگیرنه دا ده چي د ډیرو دغه شان برید کوونکو سرتیرو کورنۍ په پاکستان کي اوسیږي او هغوی له همدې لاري له زور پالو سره اړیکي ټینگي کړي دي.

ښاغلي پتنگ په دغه غونډه کي د ډیورنډ کرښي له هاغاړي د افغانستان پر خاوره باندي د بریدونو د مخنیوي له پاره د نوو تدابیرو له پیلیدو هم خبر ورکړ.

جنرال پتنگ وايي، چي له پاکستان سره پولو ته ئې په زرونو سرحدي پولیس استولي دي، چي له دې وروسته د بریدونو د مخنيوي له پاره هغه لاري چارې غوره کړي چي تر اوسه نه وې غوره سوي:

«په پام کې لرو چي خپل امنیتي سرحدي ځواکونه هلته تقویه کړو او د سرحد له هاغاړي د بریدونو مخه ونیسو، موږ د دغه پړاو د پلان جوړولو په حال کي یو او لا وختي گڼ شمیر سرحدي ځواکونه د دغو سرحدونو د خوندي توب له پاره سیمي ته رسېدلي دي.»

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل