پاکستان: ۵۱ تنه وسله وال وژل سوي دي
۱۳۹۰ اسفند ۲۸, یکشنبهد پاکستان د نیمه پوځي ملیشو یو تن چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د یکشنبې په ورځ د پاکستان په قبایلي سیمه کې په یوه هوایي برید کې لږ تر لږه ۲۶ تنه اورپکي وژل شوي دي.
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې د پاکستان جنگي جیټ الوتکو بریدونو ۲۶ تنه وسله وال وژلي او نور ۱۵ تنه ئې ټپیان کړي دي. د هغه په وینا دغه بریدونه چې په اورکزی او کرم ایجنسیو کې تر سره شوي دي پکښي د اورپکو ۷ پټنځایونه په بشپړه توگه له منځه وړل شوي دي.
د اورکزی ایجنسې پورتنې برخه کې د پاکستان طالب جنگیالي میشت دي او د تیرو څو ورځو راهیسي د دولتي ځواکونو او د هغوی تر منځ نښتي رواني دي.
نوموړي چارواکي زیاته کړې ده چې د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې د مارچ د میاشتي له ۱۲نيټې څخه تر ۱۸نیټې پوري ۲۵ تنه وسله وال وژل شوي دي.
دغه چارواکي زیاته کړې ده چې په دغه پیښه کې د پاکستان د پوځ څلور سرتیري هم وژل شوي دي او۱۲تنه نور ټپیان دي.
تر دې وړاندي داسي راپورونه خپاره شوي ول چي د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې د یکشنبې په ورځ د سړک په غاړه د ۱۳تنو مړي چې په گولیو ویشتل شوي دي موندل شوي دي.
خو د نیمه ملیشو دغه چارواکي ویلي دي چې هیڅ یو تن وسله وال د پولیسو یا د پوځ په توقیف کي نه دئ وژل شوی. د هغه په وینا دغه پوځي عملیات د وسله والو طالبانو او په هغوی پورې تړلې ډلې لشکر اسلام چې مشري ئې د منگل باغ پر غاړه ده، په وړاندې په لار اچول شوي ول.
دغه چارواکي په خپلو خبرو کي زیاته کړې ده چې د لشکر اسلام ډله په پیښور کې د ځانمرگي بریدونو او سړي تښتونو په پيښو کې لاس لري. ځایي استخباراتي چارواکو هم د وژلو دغه شمیر تائید کړی دئ. خو سیمه ته د خبریالانو د نه لاس رسي له امله آزادو سرچینو دغه شمیر نه ده تائید کړې.
په خیبر ایجنسۍ کي د وسله والو او پوځ ترمنځ د نښتو د ویري له امله شاوخوا ۱۸ زره کورنۍ تیر کال له دغه سیمي څخه نورو سیمو ته کوچیدلي دي، چې زیاترو ئې پیښور ښار ته څیرمه د جلوزو په کمپ کې پناه اخیستي ده.
د جلوزو کمپ په ۸۰ لسیزه کې پر افغانستان باندي د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال د راکډه شوو افغان کډوالو له پاره جوړ شوی وو.
آژانسون/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل